IQNA

په پاكستان كې د قران پاك د چاپ او خپرونی نړيوال مركز افتتاح وشوه

18:31 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249334
نړيواله ډله: د پاكستان په لاهور ښار كې د قران پاك د چاپ او خپرونی دوهم نړيوال مركز د «دارالسلام» په نوم افتتاح وشوه.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز«Pakistan Observer» یې نقلوی چې په دې مركز كې د چاپ او د كتابونو د جلدونو لګولو لپاره نوی مشينونه موجود دی دا مركز د علماؤ او محقيقانو په ګډون سره افتتاح شو.
د دې مركز مشر ښاغلی «عبدالمالك مجاهد» په افتتاحی مراسمو كې اعلان وكړ چې د دو كروړو مسلمانانو لپاره ډير لږ د قران پاك د چاپولو مركزونه موجود دی او مسلمانان د قران د چاپولو ته ډير اهميت نه وركوی.

926229
captcha