د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايشيا د لويدیځ او سويلی لويدیځ څانګې یې نقلوی چې دا سيمينار د سويلی ايشيا د خبريالانو اتحادیې ستر سكتر او د هندوستان مسلمانانو لخوا د ميلادی مياشتې جنورۍ په څلورمه نیټی د چهارشنبه په ورځ تر سره شو.
ددې سيمينار په مختلفو موضوعات كې دا موضوعات هم وو د مسلمانو پوهاندو د عملی خدمتونو جاج اخستل، په نننۍ دوران كې د مسلمانو پوهاندو دندې او ذمه واريانې، دا داسې موضوعات وو چې ددې سيمينار مركزی او چورليز موضوګان وو.
په دې سيمينار كې ګډؤن كوونكو په دې خبرې ټينګار وكړ چې د نننۍ پوهاندو او دينی عالمانو ذمه واری دا ده چې هغوی د اسلام حقيقی څيره نړيوالو ته وروپيژنی ځكه چې د اسلام دښمنانو په عامو خلكو زړونو كې د اسلام په خلاف شك او شبهې اچولی دی.
930160