د radiosawa د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: د نجف اشرف د مستندجوړونې او د تاليف د مركز غړی محمدالكرباسی څرګنده كړه: دغه مركز غواړی د نجف د طرحې په لړ كښې د نجف د دينی او ادبی شخصيتونو د ځانګړتياو د وړاندې كولو په موخه د دغو شخصيتونو ميوزيم پرانيزی.
همداراز ټاكل شوې ده د نجف د مستندجوړونې او تاليف مركز د نجف د طرحې لپاره د چمتووالی په لړ كښې په زرهاو خطی نسخې او كتابونه چاپ كړی.
د دغه رپورټ له مخې د نجف د طرحې مسئولان نن سبا د نندارتونونو د ښار د طرحې وروستی مراحل اجرا كوی چې په هغو كښې به نادرې خطی او لاسی نسخې او اسلامی آثار وړاندې شی.
939900