د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا مجلس د ماښام او ماسښوتن لمانځه نه پس د شيعه دينی عالمانو، مفكرينو او اهل بيتو مينه والو مسلمانانو په شتون سره په دې جومات كې تر سره شو.
د المصفطی نړيوال پوهنتون فارغ التحصيل محصل ښاغلی مولانا موسی رضا يوسفی چې د بلقيس جهان جومات امام او د كلتوری موسسې جنرل سكتری هم دی د قران پاك د تلاوت نه پس د امام حسن عسكری عليه السلام د فضايل او منقبت او بيا یې د هغه حضرت ته راپیښ مصيبتونه بيان كړل.
يادونه كوو چې په اخر كې د بلقيس جهان جومات غړيو او د اهل بيتو عليهم السلام مينه والو مسلمانانو وينا نه پس نوحه خوانی او ماتم تر سره كږ.
944869