د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د تاجكستان د دينی چارو د دولتی كمیټې د رئيس مرستيال مولانا مختار اف د روانې سلواغې د مياشتې په ٢٨ نیټه د دې ټكی په بيانولو سره څرګنده كړه: د جوماتونو او د نورو دينونو د عبادتی ودانيو په شان د څه باندې ٤٧ دينی اتحاديو د رسمی فعاليت مجوز د دغې دينی كمیټې له خوا صادر شو.
دوی د دغو اجازت نامو د صادرويدو په غونډه كښې ووئيل: د هغو مسجدونو او د نورو دينونو د عبادتی مركزونو شمير چې د دغې دينی اتحادیۍ تر پوشش لاندې دی، ٣٨٨٢ ته ورسيد.
د دغه رپورټ له مخې، د فعاليت كولو په لړ كښې د جوماتونو امامانوته د سرټيفيكیټونو د وركولو نه علاوه هغوی ته يو يو جلد قرآن مجيد هم ډالۍ كړې شو. 955273