IQNA

د مسلمانو محصيلينو د قران نړيوالې سيالۍ د قرانی استعدادونو د څرګندولو لپاره يوه مناسبه موقع ده

23:56 - July 19, 2012
د خبر لمبر: 2372610
نړيواله ډله: محمد العايد وويل: د مسلمانومحصيلينو د قران نړيوالې سياليو د ارزښتناكې تجربې له دريو دورو سره له ټولې نړۍ څخه د ګډون كوونكو د قرانی استعدادونو په كشفېدو او روزنه كښې زيات رول لرلے دے.
د مسلمانو محصيلينو د قران د نړيوالو سياليو په څلورمه دوره كښې د ګډون لپاره منتخب شوی برطانوی قاری محمد العايد د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې ددې مطلب په بيانولو سره وويل: د دغو سياليو په جوړېدو او د سيالی كوونكو لپاره د يو مناسبې زمينې په رامنځته كېدو سره د مختلفو هېوادونو قرانی فعالان انګېزه پېدا كوی چې په قرانی زمينو كښې لا جدی عمل وكړ او دې موضوع د ايران اسلامی جمهوريت د نړۍ د مسلمانانو د ځوانانو لپاهر د اميد په نقطه باندې بدل كړے دے.
هغۀ په دوام كښې زياته كړه: په ايران قرانی فعالانو د قران شريف د قران د قرائت د زدكړې په زمينه كښې ډېرو غوره قرانی سافټ وئيرونه په تحقيقی روش سره برابر كړی دی چې د هغو ترمېنځ ((المائده)) او ((شميم نور)) سافټ وئيرونو ته اشاره كولې شو. همدا رنګ دغو فعالانو د مذهبی پروګرامونو، فېلمونو، سېريلونود توليد په زمينه كښې په قرانی تګلارې سره زيات پراخه او بشپړه عمل كړے دے.

العايد د هغۀ په ذاتی ژوند كښې د قران شريف زيات رول ته په اشارې سره څرګنده كړه: په وړوكوالی كښې به مې د قران شريف د زدكړې او عربۍ ژبې د پروګرامونو په اوچتو كلاسونو كښې ګډون كوۀ چې پلار مې پكښې مدرس ؤ.
هغۀ دوام وركړ له دې نه علاوه د راهنمائۍ د دورې په اواخېرو كښې د تجويد او همدارنګ د قران شريف د قرائت د تحقيق په كلاسونو كښې ګډون وكړ او له هم هغه ځاے وو چې په حرفه ای سبك سره له قرائت سره اشنا شوم.
دغه لوړرتبه قاری د يو سوال په ځواب كښې وويل: د قران شريف تفسير او د هغۀ په معنا كښې غور او تدبر نن زيات اهميت لری. ځكه چې دې مسئلې ته لازمی پاملرنه د دې سبب كیږی چې خلق په مختلفو كلتوری، مذهبی، مخينو سره كولې شی له قران شريف سره يو مناسب تعلق جوړ كړی او د الهی كلام پېغام حاصل كړیږ
محمدالعايد څرګنده كړه: قرانی تحقيقات هم په دې مېنځومان كښې زيات اهميت لری. زياتره علمی قوانين او حقائق او يا تاريخی واقعات داسې دی چې په قران شريف كښې ورته اشاره شوې ده.
دغه برطانوی قاری په اخېر كښې وويل: كه څه هم برطانوی او په كلی توګه د لويدیځو هېوادونو پوهنتونونو دقرانی فعاليتونو په پراختيا كښې رول نۀ دے لرلے ، سره له دې د برطانیې حكومت مختلفو ټولنو او قوميتونو ته دا اجازه وركړې ده چې هر يو دې له مذهبی وابستګيو نه بالاتر خپل فعاليتونه او ګروهنې منظمه او اجرا كړی.
د ويلو ده محمد العايد د برطانیې يو لوړرتبه قاری دے چې همدا اوس د لندن په پوهنتون كښې د مېكنيكل انجنئرنګ په څانګه كښې د كارپېژندنې دوره تېروی. هغه همدارنګ د برطانیې د يو نمائنده په توګه د مسلمانو محصيلينو د نړيوالو سيالو په څلورمه دوره كښې چې د ايران د محصيلينو د قرانی فعاليتونو د تنظيم په اهتمام سره د وږی د مياشتې په ٢٢ نه تر ٢٥ نېټې پورې په تبريز ښار كښې كیږی ګډون وكړی.
1054192
captcha