IQNA

د نبی اکرم (ص) په سنت کې د ښځو مقام خورا مهم دی

19:51 - August 24, 2025
د خبر لمبر: 3491591
ایکنا – د بحرین د علمی حوزې د ښځو د څانګې استازې آغلی رجا ام‌هادي وویل: د ښځو اړوند مسئلې او د هغوی په کورنۍ او ټولنې کې پر ځائيګی  د بېلابېلو اړخونو له پلوه بحث کیږي. اسلامي فکر او لارښوونې، چې د نبی اکرم (ص) په سنت او سیرت کې څرګندیږي، د اسلام په دین کې د ښځو د جوړونکي او مهم رول ښکارندوی دی.

د ایکنانیوز د خبریال د راپور له مخې، د بحرین د علمیه حوزې   د ښځو د څانګې استادې رجا ام‌هادي د «جهاد روایت» په  نامې سره په  ځانګړي پروګرام کې، چې د قدس رضوي آستان د غیر ایرانيو  زائرینو د مدیریت دلویدیځي  اسیا برخې په همت د بحرین، عراق، لبنان او سعودي عربستان هیوادونو د عربي ژبو ښځو لپاره په رواق دارالرحمه کې جوړ شوی و، د صدر اسلام په پړاؤ  کې د ښځو د رول په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د شیعه او سني سرچینو پر اساس، د نبی اکرم (ص) چلند او کړنلاره د ښځو د شرایطو په تعریف او د هغوی د ملاتړ په برخې کې په بشپړه توګه د پام وړ وه. په حقیقت کې، رسول اکرم (ص) ښځو ته انساني هویت ورکړ او دا کار د دې لامل شو چې د اسلام له ظهور سره ښځې په فکري، علمي او شخصیتي کچه د پام وړ پرمختګ وکړي او د هغه وخت عربي ټولنه د ښځو په اړه یو فرهنګي انقلاب تجربه کړي. له همدې امله، په څو کلونو کې د جاهلیت دورې ښځې د رسول الله (ص) د اصحابو درجې ته ورسېدې.

هغې زیاته کړه: په دغې ناستې کې به د رسول اکرم (ص) له نظره د ښځو د مقام  په اړه خبرې وشي، چې پکې  ښځو ته انساني هویت ورکول، د هغوی درناوی او ملاتړ، ښځو ته ازادي او اختیار ورکول، د ښځو تعلیم او زده‌کړه، د ښځو او نارینه‌وو په انساني حقونو کې برابري، د جنسیتي حقونو په برخې کې د ښځو او نارینه‌وو ترمینځ توپیر، او د ښځو په بېلابېلو فرهنګي، طبي، سیاسي، علمي، پوځي او نورو برخو کې په ټولنې کې شتون شامل دي.

ام‌هادي وویل: د رسول الله (ص) په وخت کې د اسلامي ټولنې د ښځو وضعیت به، چې په بېلابېلو بڼو ئې شتون درلود،هم وڅېړل شي. د اسلام له ظهور مخکې په عربي ټولنې کې ښځې تر یوې کچې په ټولنیزو فعالیتونو، لکه اقتصادي او کاري برخو کې فعالې وې، خو د پام وړ ټکی دا دی چې آیا د اسلام له ظهور او د نبی اکرم (ص) له حاکمیت سره ښځو ته د ټولنیزو فعالیتونو اجازه وه او که حضرت محمد (ص) د ښځو د ټولنیزو فعالیتونو مخالف و.؟

هغې زیاته کړه: ترلاسه شوې پایلې ښئي چې نبی اکرم (ص) د ښځو د فعال او سالم شتون  ملاتړ او تائید کړی، په داسې حال کې چې د اسلامي شریعت حدود رعایت شوي دي. داسې ښځې د بریالیو او ارزښتناکو انسانانو په توګه یادې شوې دي. رسول اکرم (ص) د ښځو د موقعیت په اړه د هغه وخت عربي ټولنې سره سنت مات کړ او له اخلاقي فضیلتونو لرونکو ښځو او نارینه‌وو څخه ئې د غوره انسانانو په توګه یادونه وکړه.

یادونه وشوه چې په دې معنوي مراسمو کې، چې   د سلو عربي ژبو زائرینو ښځو په شتون سره ترسره شول، د حدیث شریف کساء قرائت، اعتقادي وینا او د اهل بیت (ع) د مصیبتونو په اړه د  مرثیو  او مداحئ پروګرامونه هو شامل وو.

ویژه برنامه «جهاد روایت»

 

ویژه برنامه «جهاد روایت»

https://iqna.ir/fa/news/4301048

captcha