IQNA

د هالیووډ فیلمي ایکټروائي؛د اسکار جایزه مهمه نه ده ،واقعي جایزه خدای ورکوي

11:01 - August 18, 2025
د خبر لمبر: 3491562
ایکنا- د هالیووډ د اسکار جایزې یو هنرپیشه ډننز واشنګټن ددې خبرې په کولو سره چې جایزه  ئې د ژوند په ترټولو وروستۍ ورځ هیڅ په درد نه خوري ووئيل؛جایزه انسان ورکوي، خو حقیقي پاداش او انعام  خداوند ورکوي.

 ایکنانیوز د الجدید له قوله رآپور راکوي، ډنز واشنګټن  د جیک همیلټن  د خبرو چورلیز نومې پروګرام کې  وائي چې مادیاتو او هغه  څه  په نسبت  چې په دغه لنډ ژوند کې  انسان ورپسې  دی،  خپل دیني او معنوي نظر ته ترجیح ورکوي

دغه امریکائي هنرپیشه چې تراوسه پورې ئې  دوه ځله د اسکار جایزه ګټلې ده ټينګار کړی چې  له ایکټرئ ئې موخه  ددغو جایزو ترلاسه کول نه دي. واشنګټن چې  لس ځله د  اکاډمئ د جایزې کاندید شوی،  له  «Jake’s Takes»  پروګرام سره په خبرو اترو کې ئې ووئيل، زه  د اسکار لپاره  دغه کار نه کوم ، دغه شان شیانو ته زه هیڅ اهمیّت نه ورکوم.  

https://iqna.ir/fa/news/4300390

captcha