په روایاتو کې راغلي، چې له دې پېښې وروسته، جبرئیل (ع) د خدای له خوا د امام حسین (ع) د شهادت کیسه حضرت ابراهیم (ع) ته بیان کړه او هغه د سیدالشهدا (ع) په مصیبتونو وژړل. خو د قرآن کریم له نظره امام حسین (ع) څنګه دی؟ د دې الهي معجزې په کومه برخې کې اباعبدالله (ع) لټولی شو؟ کوم آیت د امام حسین (ع) تر ټولو غوره توصیف لري؟ د دې پوښتنو د ځواب موندلو لپاره مو د «د قرآن کریم د حسیني آیتونو اساسی کلمې» نومې کتاب لیکوال، حجتالاسلام والمسلمین سیدمحمدجعفر روضاتي سره خبرې اترې کړې، چې بشپړ متن ئې خدمت ته وړاندې کوو: ایکنانیوز ورڅخه پوښتنته وکړه،: ستاسو په نظر، کوم آیت د امام حسین (ع) تر ټولو ښه انعکاس کوي؟ هغه په ځواب کې ووئيل؛ په قرآن کریم کې ډېر آیتونه امام حسین (ع) ته اشاره لري، خو یو له تر ټولو مشهورو او ژورو آیتونو څخه د صافات سورې (۳۷/۱۰۷) آیه ده، چې د حضرت اسماعیل (ع) د حضرت ابراهیم (ع) په لاس قرباني کېدو کیسه بیانوي. په روایاتو کې راغلي، چې له دې پېښې وروسته، جبرئیل (ع) د خدای له خوا د امام حسین (ع) د شهادت کیسه حضرت ابراهیم (ع) ته بیان کړه او هغه د سیدالشهدا (ع) په مصیبتونو وژړل. دې ژړا دومره ارزښت درلود، چې د خپل زوی د قرباني کولو د ثواب پر ځای، خدای ورته له دې لوی ثواب ورکړ، او دا ښيي چې د امام حسین (ع) لپاره توسل او اوښکې تویول د خدای په وړاندې لوړ درجات لري.
ایکنا: تاسو د امام حسین (ع) پورې اړوند آیتونه څنګه وپېژندل؟ آیا کوم ځانګړی معیار مو په پام کې نیولی و؟
ځواب ؛ هغه آیتونه چې مونږ راټول کړي، انحصاري نه دي او ممکنه ده نور آیات هم شتون ولري، خو تر ټولو زیاته مرسته مې د مرحوم علامه سیدهاشم بحراني له «البُرهان فى تَفسير القُرآن» تفسیر څخه ترلاسه کړه؛ دا تفسیر یو ارزښتمن او معتبر اثر دی، چې په پراخه کچه د اهل بیت (ع) روایات پکې کارول شوي دي. همدارنګه، ډیجیټل امکاناتو، مختلف تفسیري او قرآني سافټ ویرونو د آیتونو په پېژندلو او طبقهبندي کولو کې مرسته وکړه. د آیتونو طبقهبندي د قرآن له پیل څخه تر پایه، آیه په آیه او د مصحف په ترتیب سره شوې، چې د برهان تفسیر او نورو معتبرو سرچینو په مرسته، ډېری دا آیتونه استخراج او طبقهبندي شوي دي.
https://qom.iqna.ir/fa/news/4298863