IQNA

په برما كې لا هم د مسلمانانو قتل عام روان دئ خو د بشر حقوقو تش په نوم مدعيان چوپه خوله دی

15:43 - July 27, 2012
د خبر لمبر: 2378283
نړيواله ډله: نن د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو كې د برما يا ميانمار د مسلمانانو د قتل عام په غبرګون كې لاريونونه وشول.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اندونيزيا هيواد مسلمانانو په دې اړه د خپلو پراخو لاريونو په ترځ كې د برما له دولت وغوښتل چې په دې هيواد كې د مسلمانانو حقوق په رسميت وپيژنی او كه نه كيدای شی د تاوتريخوالی دا څپه د سيمې نورو هيوادونو ته هم وغځیږی.
د اسلامی ايران د اهل سنتو ټولنې هم د برما د مسلمانانو قتل عام په كلكه وغانده او داېې د برما د بې دفاع مسلمانانو په وړاندې د معتصبو بودايانو يو تر ټولو وحشيانه قتل عام وباله . د جنوب ختیځې آسيا د هيوادونو اتحادېې اې سی ان هم له برما وغوښتل چې دا نسل وژنه بنده كړی.
په هند كې هم مسلمانانو په نوی ډهلی كې د برما د سفارت مخې ته لاريونونه وكړل او د بشر له تش په نوم مدعيانو ېې وغوښتل چې نور دې غميزې ته پای وركړی او د مسلمانانو عام وژنه ودروی.
د تركېې په انقره ښار كې هم د برما د مسلمانانو د قتل عام بندولو لپاره خلكو په لاريونونو لاس پورې كړئ كه څه هم د برما مسلمان ميشته سيمو ته چې قتل عام په كې روان دئ خبريالان نه ورپریښودل كیږی خو نا تائيد شوی راپورونه وايی چې په دې سيمو كې تر يو لكو ډير مسلمانان قتل عام شوی او په لسګونو زره نور د هند او بنګلاديش پولو ته تښتيدلی خو دې هيوادونو هم د هغوی پر مخ خپلې دروازې تړلې دی . په برما كې په ورځنی ډول په لسګونو زره بې دفاع مسلمانان چې له خدای ج پرته بل هیڅ كوم حامی او ملاتړئ نه لری وژل كیږی او ژوندی په اور كې سوځول كیږی خو د بشر اوحتې د حيواناتو د حقوقو د مدافعينو په نوم ډلې ېې ننداره كوی حتې تش په خوله ېې هم نه غندی . كه د نړۍ په كومه بله سيمه كې يو لك پسونه، حتې سپی او پيشو ګانې هم وژل شوې وائ اوس به د بشر دحقوقو د تش په نوم مدعيانو كريغې راپورته وای خو نن چې په برما كې معصوم ماشومان، بې دفاع ښځې او نران له يوې مخې له كومې ګناه پرته وژل كیږی د بشر حقوقو مدعيان پرې غوږ هم نه ګروی او نړۍ ته دا په ډاګه كوی چې لودیځوالو او د بشر حقوقو مدعيانو ته مسلمانان د حيواناتو په اندازه حقوق او اهميت هم نه لری او دې ته خوشحاله ډی چې ټول له منځه لاړ شی .
امريكا او د بشر حقوقو نورو مدعيانو چې تل ېې د بشر د حقوقو له موضوع سياسی ګټه پورته كړې نن له مسلمانانو سره د دوښمنۍ له وجهې د يوه قوم د قتل عام لپاره د معتصبو بودايانو لاس خلاص پریښئ ډئ.
1063294
captcha