IQNA

د قران دنندارتون د عراق په سټال كښې د كربلای معلی د نيابتی زيارت نوم ليكنه

22:08 - August 09, 2012
د خبر لمبر: 2389177
نړيواله ډله: د تهران د قران شريف د نړيوال نندارتون د مسلمانو ملتونو او كلتور په برخه كښې دعراق سټال د كربلای معلی او مقدسوځايونو د نيابتی زيارت لپاره نومونه ثبتوی.
دتهران د امام خمېنی (رح) له مصلې څخه د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې له جامعة المصطفی (ص) العالميه سره وابسته د مسلمانو ملتونو او كلتور په برخه كښې د عراق سټال د كربلای معلی د نيابتی زيارت دمينه والو نومونه ثبتوی چې په دې طرحه كښې په كربلاكښې يو شمېر كسان د هغو مينه والو كسانو په نيابت سره چې د قران شريف په نړيوال نندارتون كښې د عراق په سټال كښې خپل نومونه ليكی د دغه مقدس ښار د پاكو مزارونو زيارتونه كوی.
د عراق په سټال كښې همدارنګ ګن شمېر قرانی اثار او مقالات هم اېښودل شوی دی چې له هغوی څخه د الحديد او الممتحنه سورتونو تفسير، المجتمع الانسانی فی القرآن او په قران كښې انسانی ټولنه چې د ارواښاد آيت الله العظمی سيد محمد باقر الحكيم له تاليفاتوڅخه دی او د قم د علميه حوزې د استاذ حجت الاسلام والمسلمين سيدكمال حېدر كتاب تقواپه قران كښې او همدارنګ د استاذ حېدر الكعبی د قران شريف د تجويد او د صحيح قرائت د زده كولو ابتدائی مرحلې په حقله يو شمېر كتابونو ته اشاره كولې شو
1074407
captcha