د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فرانس د سركاری AFP خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د پېرس د لوور ميوزيم چارواكو د دې په بيانولو سره چې د اسلامی هنرونو برخه به د مهر مياشتې له وړومبۍ نېټې څخه افتتاح شی له مخيرو مسلمانانو څخه غوښتی دی چې د دغې برخې د لا زيات سنبالښت لپاره دې له ميوزيم سره مالی مرستې وكړی.
د پېرس د عمومی اماكنو د ادارې مشر هېنری لويرټ اعلان كړے دے چې له اسلامی هنرونو سره متعلق آثار د لوور ميوزيم په يوه برخه كښې اېښودې شوی دی او د دې لپاره د خصوصی برخې په پرانېستو سره به دغه خلا له منځه لاړه شی.
وليد بن طلال فاونډېشن او د مراكش باچا شپږم ملك محمد له هغوی ډلو او كسانو څخه دی چې د دغې برخې د جوړولو لپاره یې لوور ميوزيم ته مالی مرستې وركړې دی.
د لوور ميوزيم د اسلامی هنرونو ګېلرۍ چې د دوو اېټاليائی معمارانو ماريو بلينی او رودی رېكيوټی لخوا طراحی شوې دی او په درې زره مربع میټر و په فضا كښې جوړې كړې شوی دی.
1074991