IQNA

د تيونس له تخته رانسكور شوی ولسمشر له اسلام سره خيانت كړے دے – منصف مرزوقی

15:51 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394409
نړيواله ډله: د تيونس ولسمشر منصف مرزوقی وړمه ورځ د زمری د مياشتې په ٢٤ نېټه د سعودی عرب په چارواكو باندې په نيوكې سره وويل: د تيونس رانسكور شوی ولسمشر له اسلام سره ډېر خيانت كړے دے چې سعودی عرب ته نۀ وو پكار چې هغه یې مېلمه كړے وې. او مونږ له هغۀ څخه د سعودی عرب كورباتوب نه قبلوو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د maghrebemergent د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د تيونس ولسمشر منصف مرزوقی چې په مكه مكرمه كښې د اسلامی تعاون د تنظيم په بیړه ناكه غونډه كښې د ګډون لپاره سعودی عربستان ته لاړ ؤ په خپله وېنا كښې د تيونس د پخوانی ولسمشر زېن العابدين بن علی د كورباتوب او هغۀ ته د پناه وركولو په وجه د سعودی په چارواكو باندې په نيوكې سره د رياض له حكومت څخه وغوښتل چې له اسلام او قران سره دغه خيانت او غدار ی كوونكے او د خلقو د مالونو لوټماروونكے دې زر ترزره تيونس راستون كړی.
هغۀ څرګنده كړه: ډېره د حېرانتيا خبره ده چې د سعودی عرب حكومت يو داسې كس ته پناه وركړې ده چې له اسلام او مسلمانانو سره خيانت كړے او د خپل حكومت په دوران كښې یې په ځلونو د قران شريف بې حرمتی كړې ده.
هغۀ د خپلې وېنا په دوام كښې د دې خبرې په بيانولو سره چې د بن علی د راستنولو موضوع د سعودی عرب او تيونس ترمېنځ په تعلقاتو كښې يو ټاكوونكې مسئله ده پخلے وكړ: د تيونس حكومت يو ځال له سعودی عرب څخه د يخوانی ولسشمر د راستنولو لپاره په خپله غوښتنه تاكيد كوی او اعلان كوی چې د دې موضوع نتيجه به د تيونس او سعودی عرب د تعلقاتو په برخليك كښې زيات تاثير ولری.
منصف مرزوقی چې په مكه كښې د اسلامی تعاون د تنظيم په بیړه ناكه غونډه كښې یې ګډون كوۀ د خپلې وېنا په اخېر كښې وويل: په تيونس د ولسواكۍ چلند مخ په ترقۍ دے او راتلونكی عام انتخابات به هم د ٢٠١٣ كال په پسرلی كښې كیږی.
1079271
captcha