د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم د خبری چېنل د اطلاع رسونې د سيایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لسمشر ټاكل شوې ده تهران ته له راتلو مخكښې چين ته سفر وكړی.
دغه رپوټ د مصری سرچينو په قول سره وائی چې مرسی به له چين څخه د دوه ورځنۍ كتنې وروسته د وږی له شپږمې نه تر نهمې نېټې پورې په تهران كښې د ناپېېلو د غورځنګ د سرمشرانو په غونډه كښې د ګډون لپاره له نورو سرمشرانوسره يوځاے شی.
د ناپېېلو غورځنګ درې كلنه مشری ټاكل شوې ده له مصر څخه ايران ته وسپارلې شی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر مرستيال حميد بقائی د زمری د مياشتې په مېنځنيو وختونو كښې په قاهره كښې د مصر له ولسشمر محمد مرسی سره كتنه وكړه او هغۀ ته یې په تهران كښې د ناپېېلو د غورځنګ د سرمشرانو په غونډه كښې د ګډون لپاره د ايران د ولسمشر محمود احمدی نژاد د بلنې پېغام وركړ.
1080744