د «the Star» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغه تنظيم مشر داتوك عزيز عبدالرحيم څرګنده كړه: تقربيا ٤٥كسان چې زياتره پكښې ډاكټران دی د راتلونكې خالی يا شنبې په ورځ يعنې د وږی د مياشتې په څلورمه نیټه د وړومبۍ ډلې په توګه برما ته لیږل كیږی. د دغې ډلې اصلی او ستره برخه هم ټاكل شوې ده د همدغې مياشتې په ١٢نیټه د دغو ٤٥كسانو سره ملګرې شی.
دوی همداراز په ښه ډول د دغه ماموريت د ترسره كولو لپاره د رسنيو له خاوندانو وغوښتل چې د هغوی سره همكاری او ملګرتيا وكړی.
پوټرا نومی تنظيم برما د دغو ځواكونو لیږل د دغه هيواد د زوريدلو مسلمانانو سره خوراكی او درمليزه مرسته كول اعلان كړی دی. دغه تنظيم همداراز اعلان كړے دے چې اراده لری له برما نه د خپلو لیږلو ځواكونو له ستنيدو نه وروسته د ايران د ختیځ آذربايجان ولايت د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هم يوه ډله ولیږی. 1081685