IQNA

د اتم امام حضرت امام رضا عليه السلام شخصيت او هغه سره مينه د يوه هنر مند له نظره

12:47 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421337
ټولنيزه ډله: داسلام له ګران پيغمبر حضرت محمد ص او دهغه له اهل بيت عليه السلام سره مينه دومره په زړونو كښې څپې و هی چې دهرې پرګنې خلك دې اړ كوی چې ددغو سترو شخصيتونوله نورانی څيرو سره خپل ارادت څرګند كړی .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د تهران راديو له ويب پاڼې یې نقلوی، د ايران فيلم جوړونكی مجيدمجيدی وايی «زه له داسې ګران معلم اواستادسره اشنا شوم چې له محصلينو او زيارتوالو سره دهغه چلند او ادب او ښه اخلاق ددې ښودنه كوی چې دحضرت امام رضا عليه السلام دحرم په خوا كښې ژوند په هغه كوم ډول رغنده اغيزونه لرلی دی له ځان سره مو وويل كه چيرې هرډول كار وكړم په پريكنده توګه نشم كولای دغه ټول سترتوب او عظمت انځور كړم .» داسلام له ګران پيغمبر حضرت محمد ص او دهغه له اهل بيت عليه السلام سره مينه دومره په زړونو كښې څپې و هی چې دهرې پرګنې خلك دې اړ كوی چې ددغو سترو شخصيتونوله نورانی څيرو سره خپل ارادت څرګند كړی . همدغه سپیڅلی انګيزې دايران مشهور فيلم جوړونكی مجيد مجيدی دې ته اړ كړ چې د رضای رضوان په نوم دامام رضا عليه السلام دنورانی حرم په هكله ديوه مستند فيلم په جوړولو سره دحضرت امام رضا عليه السلام دسترتوب يوه برخه او دغه راز له هغه حضرت سره دپيغمبر اكرم حضرت محمد ص او دهغه داهل بيت عليه السلام دمينه والو ارادت انځور كړی او له هغوې سره دمينې حكايت بيان كړی . مجيد مجيدی همدا اوس داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد ص دژوند په باره كښې ديوه فيلم په جوړولو بوخت دی . خو دمجيدی له هنری حرفې او كارنامې چې ورتير شو مونږ وغوښتل چې له پيغمبر اكرم حضرت محمدص او دهغه حضرت له اهل بيت عليه السلام سره دهغه د زړه له كومې محبت او ارادت دهغه په كلام كښې ولټوو. دايران فيلم جوړونكی مجيد مجيدی ددغه ارادت په بيانولو كښې په حضرت امام رضا درود او سلام ويلو سره وويل :« زمونږ په سترو برياليتوبونو كښې دغه خبره شامله ده چې په ايران كښې ديوه ګران بيه خزانې په توګه يو امام لرو او بايد دخدای پاك مننه وكړو . زه چې لومړی ځل لپاره دحضرت امام رضا عليه السلام حرم ته ورغلم نو هلك وم . له هغه وروسته دغه توفيق لرم چې په كال كښې څو ځله دحضرت امام رضا عليه السلام زيارت ته و رشم او دهغه ستر بزرګوار له محضره ګټه پورته كړم . كله چې ځوان وم نو له خپلې مور سره به يوځاې دحضرت امام رضا عليه السلام زيارت ته تلم داسې مور چې تل په ژوند كښې زما ملاتړی ده او دهغې مهربان لاس زما دسر دپاسه وو . د رضای رضوان فيلم په باره كښې چې دحضرت امام رضا عليه السلام په حرم كښې دجوړيدا توفيق مو درلود بايد ووايو چې زما لپاره ترټولو ستر برياليتوب دا وو چې وتوانيدم په يوه مياشت كښې دحضرت امام رضا عليه السلام دزيارتوال په توګه دهغه حضرت دزيارت په بيلابيلو ځايونو كښې تجربه ترلاسه كړم او له مختلفو زاويو د حضرت امام رضا عليه السلام د زيارت ښكلا او سترتوب انځور كړم . دايران دغه فيلم جوړونكی مجيد مجيدی په دغه مستند فيلم كښې د پيزار دكیښودلوپه برخه كښې دحرم دخادمانو زحمتونه په ډيرې خاصې ښكلا سره انځور كړی دی هغه په دې اړه دخپلې انګيزې په باره كښې وايی :« كله چې انسان د زيارت كولو نيت لری د حضرت امام رضا عليه السلام د زيارت ورونو ته دننوتلو په وخت له پيزار او بوټانو كیښودونكو سره چې هر يو یې دمعلم، كروندګر ، دبانك دكاركونكی ، كار كسب كونكی ، او حتی ځينې ېې تاجران دی په شان دمختلفو شغلونو او كارونو له خلكو سره مخامخ كیږی او ددغو څپليو ساتونكو كسانو په ژوند تحقيق او غور كول زما لپاره ډيرې ښكلا او ځانګړتياوې لرلې . له يو شمير خادمانو چې دبوټانو او څپليو دساتلو به برخه كښې یې كار كاوه اشنا شوم او دهغوې دژوند په باره كښې مو يو شمير تحقيقات وكړل . په دې برخه كښې دښاغلی مقدم په نوم له يوه كروند ګر سره اشنا شوم او دحضرت امام رضا عليه السلام په هكله دهغه معرفت او دژوند څرنګوالی زه تر اغيز لاندې وروستم . په زړه پورې خبره داده چې پوه شئ دغه كروند ګر له حضرت امام رضا عليه السلام سره دمينې په خاطر خپل دتوتانو باغ دحضرت امام رضا عليه السلام زيارتوالو ته وقف كړی دی . دغه كروندګر دخپل باغ په ډيرې برخه كښې انګور لګولی دی . دغه كروندګر ويل دانګورو دغه ونې مو له حضرت علی ابن موسی الرضا عليه السلام سره دمينې په خاطر ولګولې ځكه چې حضرت امام ر ضا عليه السلام انګور ډير خوښ وو . دغه كروندګر انګور دهغه حضرت زيارتوالو ته وركوی . له حضرت امام رضا عليه السلام سره مينه دهغه له ژوند سره اخښل شوی او دهغه په ژوند كښې دغه مينه روانه ده . دهغه معرفت زه ډير تر اغيز لاندې وروستلم . مونږ كله نه كله په ژبه له حضرت امام رضا عليه السلام سره خپله مينه څرګندوو او البته داسې كسان هم شته چې دغه مينه او محبت دهغوې په ژوند كښې روان دی او دهغوې دوجود دمعرفتونو برخه دی ..» دايران فيلم جوړونكی مجيد مجيدی دخپلو مشاهدو په يوې بلې برخې كښې دحضرت امام رضا عليه السلام ديوه بل خدمتګار تر اغيز لاندې ورغلی دی او دهغه په اړه وايی :«له داسې ګران معلم سره اشنا شوم چې له محصلينو او زيارتوالو سره دهغه چلند او ادب او دهغه نيك اخلاق ددې ښودنه كوی چې دحضرت امام رضا عليه السلام دحرم په څنګ كښې ژوند په هغه كوم ډول رغنده اغيزونه لرلی دی .» دايران فيلم جوړونكی مجيد مجيدی په دوام كښې وايی له ځان سره مو وويل كه چيرې هر ډول كار وكړم بيا هم په پريكنده توګه نشم كولای دغه ټول سترتوب او عظمت انځور كړم . زه باوری يم هرڅوك چې دحضرت امام رضا عليه السلام د زيارت د زيارتوالو خدمت وكړی دومره دغه فضا څخه اغيزمن كیږی چې په خپله هم ډير بدلون پكښې راځی . () دحضرت امام رضا عليه السلام له حرم سره ددنيا له مختلفو هيوادونو دخلكو دټيلی فون له لارې تماس ټينګول يوه بله موضوع ده چې دايران دغه فيلم جوړونكی یې تر ډير اغيز لاندې وروستلی دی . مجيدی وايی : « دحضرت امام رضا عليه السلام په باره كښې دفيلم دجوړولو لپاره دامام رضا له حرم سره دامريكا او اروپا په شمول ددنيا له مختلفو سيمو څخه دخلكو دټيلی فون له لارې دتماسونو دټينګولو په شان نورې ایډياګانې مو هم په ذهن كښې وې . كله چې مخاطبانو دامام رضاعليه السلام له حرم سره دټيلی فون له لارې تماس ټينګاوه هغوې به له امام سره راز ونيا پيلوه او كومو كسانو به چې ټيلی فون كاوه دهغوې احساسات به زما لپاره ډير عجيبه ښكاريده كله چې دټيلی فون اپریټر دمخاطب سړی ټيلی فون وصلوه نو مخاطب داسې احساسوه چې ستر امام رضا عليه السلام شتون لری او دده غږ اوری . كله چې مونږ په فيزيكی ډول په حرم كښې شتون لرو دزيارتوالو دحالت او دهغو دعاګانو په ليدو سره چې خلكو بپه كولې او په دغه معنوی فضا كښې راتلل په اتومات توګه انسان تر اغيز لاندې ورولی . اوس داسې تصور وكړئ چې مخاطب ددنيا په يوه بل ګوټ كښې په خپل كور كښې ناست دی او له نږدې څخه چاپيريال نه احساسوی له دې سره سره همدغه خبره چې ويل كیږی دحضرت امام ر ضا عليه السلام له حرم سره دټيلی فون په ليكه وصل شوی دی سمدستی اغيزمن كیږی او له خاص تمنا او حس سره له هغه حضرت سره خبرې كوی چې واقعا انسان تر اغيز لاندې ورولی . دغه احساس داهل بيت عليه السلام دسپیڅلتيا نښه ده چې په كوم ډول دمومنانو په زړونو كښې ځاې لری او بايد ددغه نعمت په قدر پوه شو .» () دايران فيلم جوړونكی مجيد مجيدی داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد ص په باره كښې ديوه فيلم په جوړولو بوخت دی . دايران دغه هنرمند ددغه فيلم دكيمره مين ویټوريو سټورارو (VITTORIO STORARO) يوه خاطره بيان كړی ده او وايی :« هغه دلومړی ځل لپاره دحضرت امام رضا عليه السلام زيارت ته ورتله . كله چې دامام رضا عليه السلام حرمت ته نتوتلو نور ډير خوشحاله شو او پوښتنه یې وكړه نن كومه خاص ورځ ده .؟ ځواب مو وركړ نه دنورو ورځو په شان يوه عادی ورځ ده . هغه پوښتنه وكړه دلته ولې دومره بيروبا ر دی .؟ ځواب مو وركړ : دلته تل دخلكو بيرو بار وی او په مختلفو مناسبتونو او ورځو كښې دخلكو بيروبار نور هم پسې زياتیږی . هغه له هغه ټول ارامښت څخه چې دامام رضا عليه السلام دحرم د زيارتوالو په وجود كښې روان وو حيرانه شوی وو او ویې ويل : داسې احساس كوم چې دغه ټول خلك سره خپلوان دی ، څومره له يوبل سره مهربان دی . ما ښاغلی ویټوريو سټورارو ته وويل : دلته يوه ميلمستيا ده چې دهغوې ميلمه پال هم حضرت امام رضا عليه السلام دی او ټول ميلمستيا ته بلل شوی دی . په دغه بلنه كښې پرتمينه حس ليدل كیږی هیڅ څوك پرديسې نه احساسوی او يوازې نه دی . ټول يو پناه ځاې لری او خاص الفت او مينه شته . كله چې دغه فضا ته داخلیږې د ارامښت احساس كوې ئ او ته وا چې ټول خلك پيژندې . په دغه معنوی ځاې كښې ټول خلك خپله وركه مومی . » دايران فيلم جوړونكی مجيد مجيدی دحضرت امام رضا عليه السلام دسپیڅلی حرم په يوه انګڼ كښې دفولادو ديوه كړكی په نوم ځاې كښې دشفا دترلاسه كولو لپاره دناروغه كسانو دشتون په باره كښې وايی :باوری يم د زيارتوال دمعرفت هغه احساس چې ځان دفولادو په كړكی پورې تړی ډير عجيب دی . زيارتوال په خپل باور او اعتقاداتو سره ځان ته دحضرت امام رضا عليه السلام له مهربانۍ سره غوټه وركوی چې حضرت امام رضا عليه السلام یې مشكل حل كړی او هغه روغ رمټ كړی چې دا يوښكلی حس او احساس دی . دايران دغه فيلم جوړونكی وايی په دغه معنوی ځاې كښې مو په زړه پورې صحنې وليدلې . داسې ناروغان مو په خپلو سترو مو وليدل چې شفا یې وموندله . دسرطان او نورو لا علاجه ناروغيو مريضان مو وليدل چې په كوم ډول یې ځانونه دحضرت امام رضا عليه السلام له درګاه سره وصل كړی دی . ددغه ځاې او دهغو خلكو په اړه چې دغه صحنې او دخلكو دشفا موندلو پیښې یې ليدلی دی زياتې خاطرې شته او ضروری ده دغه خاطرې داهل بيت عليه السلام دكرامتونو په نوم يو ډول په عمومی سويه خپرې شی . بايد په مختلفو وختونو كښې دحضرت امام رضا عليه السلام دزيارتوالو دسفرونو خاطر دكتاب ، قصې او روايت په بڼه كښې ثبت شی او وليكل شی چې په ټولنه كښې دحضرت امام رضا عليه السلام كلتور جاری شی .» دايران مشهور هنرمند ښاغلی مجيد مجيدی وايی :« زه باوری يم چې اسلام دمينې اومحبت دين دی چې د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد ص په سپیڅلی وجود كښې روان دی . دټولو پيغمبرانو تعليمات له يوه واحد نور څخه چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمدص په تعليماتو كښې ورایښت لری سرچينه اخيستی ده .په پريكنده توګه كه چيرې وغواړو دحضرت امام رضا عليه السلام په اړه يو فيلم جوړ كړم نو معرفت ، مهربانۍ او محبت دخپل كار اصلی سرچينه ګرځوم . هماغه ډول چې دمحمد ص په نوم دفيلم په اړه مو دغه ځانګړتيا په نظر كښې نيولی ده چې هغه حضرت دمينې دپيغمبر په توګه ټولې دنيا ته معرفی كړم .» دايران دغه فيلم جوړونكی مجيد مجيدی له حضرت امام رضا عليه السلام سره خپل دزړه له كومې ارادت داډول بيانوی : « دازما لپاره ستر توفيق او برياليتوب دی چې دحضرت امام رضا دسپیڅلی زيارت خدمتګار شم . ما دحضرت امام رضا عليه السلام په زيارت كښې دوستانو او ملګرو ته سپارښتنه كړی ده زما نوم د انتظار كونكو كسانو په فهرست كښې وليكی چې ديوه خادم په توګه دهغه حضرت دخدمت كولو توفيق ولرم .»
captcha