IQNA

هیله مند یم تاریخی ناکامئ د نړئ د مستکبرانو لپاره د عبرت درس شي

16:42 - April 25, 2026
د خبر لمبر: 3492700
ایکنا-  د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر په طبس دښتې کې د امریکا د تاریخی  ناکامئ د کلیزې یعني  د غوائ د میاشتې  د پنځمې نیټې په مناسبت په یوه پیغام کې ولیل؛ هیله مند یم ، تاریخی ناکامئ  د نړئ د  مستکبرانو لپاره د  عبرت درس شي.

ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پخپل ایکس ټولنیز چینل کې  د طبس دښتې  کې د امریکا د تاریخي ناکامئ د کلیزې په مناسبت  لیکلي دي، د غوائ د میاشتې پنځمه  نیټه په طبس دښتې کې د امریکا دتاریخي ناکامئ کلیزه ده چې  په  هرې بلې ارادې باندې الهي تفوَق مشخص شو. سږکال  هم د  خداوندمتعال مدد ، د اصفهان  په جنوب کې د طبس په څير یوه بله پیښه  هم  رامینځةکړه او وې ښودله چې  خداي تعالی د طبس  شَګې او ریګ  ددغه ټاټوبی  د وس ساتونکي کړل.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي، هیله مند یم  دغه شان تاریخي ناکامئ د نړئ د مستکبرانو او سرزورو  لپاره د عبرت یو درس شي.

https://iqna.ir/fa/news/4348521

captcha