قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «ummid» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند اسلامی ادبیاتو نړیوالې اتحادیې مشر «سید ربیع حسنی ندوی» د اسلامی ادبیاتو نړېوالې اتحادیې ۳۵ کانفرانس چې د هند «اکالکوا» سیمه کې پیل شو دا خبرې وړاندې کړی.
هغه په دې درې ورځو سیمنار کې چې د « قرآن فصاحت او د لارښودنې طرز» عنوان سره پیل شو وویل: قرآن کریم تر ټولو غور ادبی اثر دی.
حسنی ندوی وویل: دا اثر فصیح وینا سره مونږ ته لارښوده کوی، چې څرنګه خلکو سره چې له مختلفو نفسیاتو، طبعیتونو او ځانګړتیا مالکان دی رویه او سلوک وکړو.
قرآن کې الله تبارک و تعالی ټول انسانان مخاطب کړی، د قرآن ښکلې طرز ښودنه کوې چې د مختلفو نفسیاتو، طبعیتونو، ځانګړتیا او فکرونو کسان هم په مختلف طرز مخامخېدل پکار دی، او پکار دې توپېر ولرو.
د هند اسلامی ادبیاتو نړیواله اتحادیې دبیر «محمد الیاس بهاتکالی» هم دې کانفرانس کې وویل: اسلامی ادبیات په حقیقت کې د بشریت ادبیات دی.
په دې کانفرانس کې همدارنګه یادښتونه وشوه چې د هند اسلامی ادبیاتو نړیواله اتحادیې چې په کال ۱۹۸۱ کې د اسلامی غوره ادبیات خپرولو اود انسانو په تېر بیا د نوې نسل پرمختګ لپاره جوړه شوی.
د ۱۳ زرو نه زیات کسان چې د مختلفو هیوادونو غړی په دې دری ورځې کانفرانس کې شتون لری.
http://iqna.ir/fa/News/3444539