
ایکنانیوز د عربستان د الیوم خپرونې له قوله راپور راکوي، د افریقائي هیوادونو د قرآن او نبوی سنت د حفظ ځانګړي کلنئ سیالیو دوهم پړاؤ د ۱۴۴۷قمری کال د ذی القعدې د میاشتې له شپږمې تر یولسمې نیټې پورې په سنګال جمهوریت کې ترسره کیږي.دغه سیالۍ په سنګال کې دعربستان د سفارت له دینی برخې سره اړونده څانګې په همت سره او د دغه هیواد د اوقافو د عمومی ادارې په ملګرتیا سره او د افریقا په مسلمانانو کې د قرآن او سنت د حفظ ددودولو ، د خداي د کتاب په معناؤ کې ددرک او تامل، داسلامی ارزښتونو د القاء کولو ، او مینځ لارو اسلامی اصولو ته د ژمن نسل په روزنې او دهوساینې او خیر پّ کارونو کې د سالمې سیالۍ د روحې د هڅولو په موخې سره ترسره کیږي.
دغه سیالۍ چې د افریقا له ۵۳ هیوادونو څخه کابو د سلو ګډون کونکو په شتون سره به ترسره شي،له قرآن او سنت سره د نسلونو د ارتباط د پیاوړي کولو ، له الهي کتاب سره د اړونده علومو او د قرآن کریم په حفظ کې د وړتیا لرونکو کسانو د پيژندګلوئ او د اعتدال او انډول د ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره د مخکښې بیلګې په توګه عمل کوي.
دغه سیالۍ د قرآن او د نبوي سنت د حفظ په دوو برخو کې ترسره کیږی، چې د قرآن د حفظ په برخې کې په څلورو څانګو کې یعني ، د ټول قرآن حفظ ، د وروستیو لسو سپارو یا جزؤ حفظ د شاطبیه و الدُرّه په روایت سره او دغه راز د عنکبوت سورې د حفظ او د درو سپارو او د وروستئ سپارې د دقرائت او تجوید د سمووالي په ښه انداز سره د زده کولو په موخې سره ترسره کیږي.
دوهمه برخه هم په درو ډلو کې د نبوي سنت سره اړونده ده.
https://iqna.ir/fa/news/4347960