IQNA

په افغانستان کښې د تکفیری تفکر پراخیدل جدی خطر دی

6:28 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481124
نړیواله ډله:د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی وویل دافغانستان یو(۱) اساسی مشکل په دغه هیواد کښې د بیلابیلو هیوادونو متضادې ګټی دی چې اجازه نه ورکوی دافغانستان خلک د خبرو له لارې سولې ته ورسیږی .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، کمال خرازی پرون په کابل کښې د افغانستان دباندنیو چارو له وزیر صلاح الدین ربانی سره په کتنې کښې په دغه هیواد کښې د ملی وحدت د حکومت دجوړیدا ملاتړ وکړ او هغو خطرونو ته په اشارې سره یې چې افغانستان ته ګواښ کوی وویل په هیواد  کښې د تکفیری تفکراتو له پراختیا سره دمقابلې لپاره باید چارې ولټول شی .
د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی هم د ایران او دافغانستان په دوستانه او وروګلویزو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل دواړه هیوادونه ګډ دین او کلتوری لری او کابل د خپلو ګاونډیو هیوادونو مرستې ته اړتیا لری .
ربانی په افغانستان کښې د سولې دبهیر په اړه د توضیح په ورکولو سره وویل دکابل حکومت به هیڅکله اجازه ورنکړی چې دافغانستان له خاورې د ایران  د اسلامی جمهوریت پرضد کوم اقدام ترسره شی .
د ایران د بهرنیو اړیکو دستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی له دې مخکې دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره کتنه او خبرې کړی وې .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغه کتنې خپل هیواد ته دایران دپلاوی سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو دپراختیا په لړ کښې مثبت وباله .
د ایران دبهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی هم په بیلابیلو ډګرونو کښې له افغانستان سره د ملګرتیا لپاره د ایران د چمتووالی په اعلانولوسره په دغه هیواد کښې دسولې دبهیر ملاتړ وکړ .
captcha