ایکنا نیوز له مشهد مقدسه راپور راکړ، د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي (مدظله العالی) دقرآنی لیدتوګو دنړیوال کانګرس پایزې دستورې د مرغومې په څوارلسمه سهار د قدس رضوي آستان د مرکزي کتابتون په قدس هال کې ترسره شوې.
د رهبرۍ د خبرګانو شورا غړي او دولسمشر سلاکار او د حکومت او روحانیّت د ارتباطاتو د مرکز مشر حجةالاسلام محمد حاج ابوالقاسم په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، له نیکمرغه الهي احکام او د قرآن اساس د ایران د اسلامی نظام کې د توان ترحده پلي شوي دي چې همدغه موضوع ددښمنانو دسترګو ازغی شوې ده.هغه زیاته کړه ،د ایران په ټولنې کې د قرآن پيژاند فقیه په توګه ارواښاد امام په لاس قرآني تعلیمات او احکام پلی شول او اوس ددغه انقلاب معظم لارښود دغه درنده او مهمه دنده په غاړه لري او په حقیقت کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره دنړیوال استکبار اوسني دښمني له قرآن سره دښمني ده.
حجةالاسلام محمد حاج ابوالقاسم په دوام کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود د په ایران کې په وروسیتو کلونو کې د قرآني حرکت دخیمې ستنې وبلله او وې وئيل، حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نړۍ د مهدوي تمدن دتحقق لپاره چمتوو کوي.
د رهبرۍ د خبرګانو شورا دغه غړي ،په دوام کې د مقاومتي چورلیز اهتمام د معظم الله یوهمیشنی ټينګار وباله او وې وئيل، پر مقاومت د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ټینګار قرآني ریښه لري او مونږ اوس ددې شاهد یوو چې صهیونیسټي رژيم په شپږ ورځني جنګ کې عربو هیوادونو ته شکست ورکړ، خو اوس کابو درې میاشتې کیږي، چې په غزې تړانګې ئې یرغل کړی دی ،خوتراوسه پورې د مقاومتي چورلیز ددغې واړې سیمې په نیولو کې بریالی شوی نه دی.
هغه ووئيل، حضرت امام خمینی او آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د طاغوتي بهیر په وړاندې مقاومت اوکلکه دریدا له قرآن کریم څخه اخستې ده او هغه څه چې نن سبا ئې د غزې د خلکو دمقاومت کتونکي یوو،د اسلامی انقلاب دستر لارښود له لیدتوګو دمقاومت دد غه مرکز د پيروۍ نتیجه ده.
د حکومت او روحانیّت د ارتباطاتو د مرکز مشر ووئيل، قرآن کریم پر دې سربیره چې د نزول د زمانې مخاطبانو ته توجه وکړي ، او دهغوي د هدایت په غاړه واخلي، له هغوي سره داسې خبرې کوي چې راتلونکي هم پکې شاملیږي . د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم ټينګار کوي چې د قرآن دآیتونو تفسیر باید د آیتونو د نزول شرائطوته پام وشي.