IQNA

"د تاشکند داسلامي تمدن مرکز"؛ د اسلامي نړۍ د تیر او راتلونکي ترمینځ یو پل (فیلم)

13:36 - October 13, 2025
د خبر لمبر: 3491852
ایکنا -  په ازبکستان کې د تاشکند د اسلامي تمدن مرکز"په نوې پړاؤ کې د اسلامي علمي او کلتوري فکر د احیاء سمبول دی. دا مرکز د اسلامي تمدن  په  روښانه مخینې سره د اسلامي نړۍ د روښانه راتلونکي د بیا جوړولو په لټه کې دی.

د ایکنا له راپور سره سم، د ازبکستان  د اسلامي تمدن مرکز، چې د تاشکند ښار په مینځ  کې او د حضرتي امام (Hazrati Imom)   د تاریخي کمپلیکس تر څنګ کې  و اقع  دی، د ازبکستان په اوسمهاله تاریخ کې یوه لویه کلتوري او علمي پروژه ده. د دې مرکز د جوړولو فکر لومړی ځل په ۲۰۱۷ کې (۱۴۳۸ هجري قمري) د ازبکستان  د ولسمشر شوکت میرضیایف لخوا راپورته شو. د هغه  د جوړولو موخه، د اسلام د حقیقی څیرې  معرفي کول وو چې د سولې، علم، سرښیندنې خیرښيګڼې او پرمختګ دین دی او همدارنګه د ازبکستان عالمانو او مفکرینو د اسلامي تمدن په غوړیدا  کې د روښانه رول انځورول  هم دي .

د تاشکند د اسلامي تمدن  د مرکز د جوړولو تاریخچه

د دې ټولګې  د جوړولو پلان په ۲۰۱۷ کې د جون ۲۳ نیټه د ولسمشر ئ د دفتر له لورې رسمي تصدیق شو او په ۲۰۱۸ کې د عیدالفطر په ورځ، د ولسمشر په شتون کې، د هغې د بنیادي ډبرې سمبولیک ډول کېښودل شو. دا مرکز له پیل څخه د "د اسلامي تمدن فکري او علمي میراث احیا او د هغې د  اوسمهاله ټولنې سره د اړیکې جوړولو " په ماموریت سره ډیزاین شو.

دا پروژه د حکومت مستقیم نظارت لاندې او د یونسکو، اسلامي همکارۍ موسیسې او د اسلامي نړۍ علمي ادارو په  ملګرتیا کې ترسره شوه. د جوړولو کار ئې له ۲۰۱۸ څخه پیل شو او اوس په ۲۰۲۵ کې د بشپړېدو په وروستیو مرحلو کې دی. د تاشکند اسلامي تمدن مرکز نه یوازې یو اسلامي مرکز  دی، بلکې د څېړنې، تعلیم او نړیوال کلتوري تعامل لپاره یو جامع مرکز دی.

د معمارئ  او  د ډیزاین مشخصات

د اسلامي تمدن مرکز ودانۍ، د اسلامي هنر سره د  اوسمهاله  معماري ټیکنالوژۍ د یوځای کولو بې مثاله نمونه ده. د هغې ډیزاین د عبدالقهار توردی‌یف (Abdukahhor Turdiyev) په مسؤلیت کې و، چې د خوارزم شاهي، تیموري او قراخاني معمارئ له  سنتونو څخه ئې الهام اخیستی دی. دا ودانۍ په شاوخوا ۷.۵ هکټره ځمکه کې د تاشکند د حضرتي امام په مجمعې کې جوړه شوې ده او د ودانۍ  ټول  مساحت  کابو  ۴۲,۰۰۰ مربع میټره دی.

دا مرکز له درې اصلي پوړونو څخه جوړ دی او د هغې بهرنۍ محوطې کې یو لوي مرکزي قبې ۶۵ میټره لوړوالی لري. څلور اصلي دروازې د ودانۍ په څلورو لورو کې واقع  دي.

د مرکز علمي او کلتوري برخې

د اسلامي تمدن د مرکز ودانۍ له درو  اصلي پوړونو څخه جوړه ده او هر پوړ مشخص کار لري.

د لاسلیکي نسخو او قرآني برخه

د ازبکستان اسلامي تمدن د مرکز له مهمو او ارزښتناکو برخو څخه، د لاسي نسخو او قرآني برخه ده. دا برخه نه یوازې د اسلامي لیکل شوي میراث خزانه ده، بلکې د تاریخ او  اوسمهاله څېړنو ترمینځ د اړیکې پل ګڼل کېږي.

په قرآني آثارو کې، تر ټولو قیمتی اثر، مصحف عثمان (Uthman Qur’an) دی چې د تاریخي سرچینو له مخې، له هغو شپږو اصلي قرآني نسخو څخه دی چې د عثمان بن عفان خلافت په پړاؤ کې لیکل شوي دي.

وروسته له هغې، په دې برخه کې  د قرآن کریم له ۱۱۴   څخه زیاتې نادرې نسخې  شته چې له ۸مې څخه تر ۱۸مې میلادي پیړۍ پورې لاسلیک شوي مصاحف، پخوانئ ژباړې په فارسي، ترکي او خوارزمي ژبو کې، او د طلا او لاجوردو سره تذهیب شوې نسخې پکې دي.

په قرآني آثارو کې له مهمو آثارو څخه، د ۱۴مې میلادي پیړۍ د ترکیې  د قرآن د ژباړې نسخه ده چې په ۷۳۷ هجري کال کې د محمد بن شیخ یوسف العبری لاسلیک شوې ده. همدارنګه، له قرآن سره تړلي علمي او فلسفي آثارو نسخې لکه د امام طبري، زمخشری او بیضاوی تفاسیر، په دې ټولګې  کې ساتل کېږي.

د لاسي نسخو برخه د مرمت او ډیجیټل کولو لابراتوار لري چې د نوي سکېن او ډیجیټل بیرته اخیستلو ټیکنالوژۍ سره مجهزه دی   څو نړیوال څېړونکي د نادرو نسخو مجازی لاسرسی ترلاسه کړي.

د ازبکستان د اسلامي تمدن مرکز نه یوازې یوه ښکلې ودانۍ ده، بلکې په ماډرن پړاؤ کې د اسلامي علمي او کلتوري فکر د احیاء سمبول هم دی.

په دوام کې به د ازبکستان اسلامي تمدن د مرکز ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي، چې د تاشکند ښار په زړه کې او د حضرتي امام (Hazrati Imom) تاریخي مجمعې تر څنګ موقعیّت لري.

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4309403

captcha