د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جنوب ختیځ شعبې د يو راپور پر اساس، حجت السلام والمسلمين ښاغلی «شريعت» د امام رضا (ع) د سياسی سيرت په هكله خپلې وينا كې وويل: مامون ته معلومه وه چې كه امام رضا (ع) ته په مدينې ښار كې د اسلام تبليغ او د خلكو د لارښودنې اجازه وركړی نو د مامون حكومت به هیڅ څيز باقی پاتې نشی.
مامون امام رضا (ع) ته مختلف ډول وړانديزونه وركړ چې په څه بانې كيدای شی امام را مدينې وباسی خو امام رضا (ع) ټول منصبونه (سيالونه) رد كړ نو مامون امام رضا(ع) تهديد كړ چې كه چرې زما منصبونه دې قبول نه كړل نو زه به دې شهيد كړم نو په هغه وخت كې د اسلامی مصلحتونو له امله امام (ع) ولايت عهدی قبوله كړه.
امام ولايت عهدی په دې شرط قبوله كړه چې د حكومت سياسی، حكومتی او جنګی چارو كې به دخالت نه كوم. امام له دې استفاده وكړه او د خاموشۍ په حال كې، د اسلام په تبليغ بوخت شو.
ښاغلی شريعت د وينا په پاې كې ټينګار وكړ: چې امامانو سره د بنی اميه ؤ او بنی عباسو خليفه ګانو دښمنی دومره وه چې امامانو باندې به یې ظلم او زياتې كول او په زندان كې یې اچول اوله وطنه به یې جلاوطن كول. او كله چې له امام مقابلې عاجزه شوو نو دوی به یې شهيداول.
369619