
ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي نن په هندوستان کې د بریکس ډلې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې وویل: نن سبا زمونږ ملتونه له بل هر وخته ډېر له یو بل سره نږدې شوي دي؛ او هغه ګډ خطرناک ګواښ چې ټول ورسره مخ یو، له پامه نه شو غورځولی.
عباس عراقچي ټینګار وکړ: لکه څنګه چې ټول شاهدان یاست، پر ایران په لږ تر لږه یوه کال کې دوه ځله د امریکا او اسراییلو له لورې وحشي ډوله او غیرقانوني بریدونو سره مخ شوی دی. پر خلکو د ایران د بریدونو لپاره غلطې ادعاګانې وړاندې شوي چې د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د پوهې پر اساس ارزونو او حتی د امریکا د استخباراتي ادارو له راپورونو سره په ټکر کې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:حقیقت دا دی چې ایران، لکه د ډېرو نورو خپلواکه هېوادونو په څېر،د غیرقانوني پراختیا جنګ غواړو اقداماتو قرباني شوی دی. دغه پېښې له کرکې ډکې او ناخوښې دي او په ننني نړۍ کې هېڅ ځای نه لري.هغه کسان چې بې پروا بلا غواړی خوي لري، ښائي فکر وکړي چې دغه اقدامات د دوي د جیوپولیټیکي ګټو په لړ کې دي؛ خو لکه څنګه چې اوس په ټولې نړۍ کې ملتونه او حکومتونه پوهه شوي، سیمهییزه بېثباتي د ټولو خواوو لپاره یو ترینګلی وخت رامنځته کوي، حتی د تیریګرو لپاره هم.
عراقچي وویل:ایران د بریکس ډلې د غړو هېوادونو او د ټولنې له ټولو مسؤلو غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د امریکا او اسراییلو د نړیوالو حقوقو سرغړونې، په ځانګړي ډول د ایران پر وړاندې غیرقانوني تیري دې په صراحت سره وغندي؛ د نړیوالو مؤسسو سیاسي کولو مخه دې ونیسي او عملي اقدامات دې وکړي څو د جنګ غواړو اقداماتو مخه ونیول شي او د ملګرو ملتو د منشور د سرغړونکو بېګناهۍ پاي ته ورسوي.
https://iqna.ir/fa/news/4352155