IQNA

په انګلينډ كښې د مسلمانانو او عسايانو تر مينځ د خبرو اترو لارښود (كتاب) خپریږی

8:46 - June 22, 2009
د خبر لمبر: 1793280
نړيواله ډله: د مسلمانانو او عسايانو تر مينځ د خبرو اترو لارښود (كتاب) د چهارشنبې په ورځ په يو پروګرام كښې چې د چنګاښ د مياشتې په 3نیټه د لندن د اسلام امداد په مركز كښې ترسره كیږی، خپریږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Christian Today» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې لارښود كښې 10 طريقې وړاندې كړې شوی دی چې په دې غرض چې د عسايانو او مسلمانانو تر مينځ خبرې اترې وشی د مسلمانانو او عسايانو د انجمنونو په مرسته ليكلی شوی دی.

په دې پروګرام كښې به د مسملمانانو او عسايانو د انجمن سكټری «ريچارد چيتام» او د اسلامی ټولنو او د عسايی ټولنو د غونډو نمايندګان به پكښې ګډون كوی.
422689
captcha