IQNA

د جوماتونو په مينارو بنديز، د سويزر لينډ د مسلمانانو د دينی او ښاريز حقوقو سپكاوی دی

11:11 - December 11, 2009
د خبر لمبر: 1859307
نړيواله ډله: د اسلامی فقه نړيواله مجلس د روانی مياشتی په اتمه نیټه په خپلې يوې بيانيی كې په سويزر لينډ كې د جوماتونو په مينارو جوړولو په بنديز او په دې هكله د ټول ټاكنی كول په غندولو سره وويل چې د دې هيواد د اقدام د ، د سويزر لينډ د مسلمانانو د دينی او ښاريز حقوقو سپكاوی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سعودی عرب د سركاری خبری اژانس "واس یې نقلوی چې اسلامی كانفرنس سره تړلی اسلامی فقه نړيوال مجلس د سعودی عرب په جدی ښار كې په يوی بيانی كې ويلی دی چې د سويزر لينډ د افراطی تنظيمونو او ګوندونو په دې هيواد كې د جوماتونو دمينارو په هكله د بنديز غوښتنه كړی وه
په دې بيانيی كې راغلی دی چې سويزرلينډ په جوماتونو د مينارو په جوړولو بنديز سره د اسلامی ټولنه ډيره حيرانه شوی ده ځكه چې د سويزر لينډ دا كار په داسې وخت كې وكړ چې دې هيواد د مختلفو دينونو تر مينځ او كلتورو تر مينځ د خبرو اترو كولو او د يو بل په پيژنګلوو د پراختيا لپاره يو قانون تصويب كړی دی. او په دې هكله اخيری ناسته هم په سويزر لينډ كې تر سره شوی وه.
506332
captcha