د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د تهران د جمعې د لمانځه خطيب حجت الاسلام صديقی د اسلامی ايران د سوله ييز اټومی پروګرام پرضد د لوېديز تبليغاتی ناندريو ته په اشارې سره وويل ،چې د ايرانی ملت دښمنان نيت لری چې پر رسانه يی جګړه د اسلامی نظام مقابله وكړی.
د جمعې مباركې د لمانځه خطيب زياته كړه ،چې لوېديز هيوادونه په درواغو وايی چې له ايران سره یې تړون كړی وو خو وروسته تهران پر خپلو ژمنو ونه درېد،په داسې حال كې چې د ايران اسلامی جمهوريت له پيله ثابته كړې چې په نړيوالو ژمنو تل دریږی .
د حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی په وينا د ايران دښمنان چې څنګه په پوځی جګړه كې خپلو موخو ته ونه رسېدل داسې به په خپلو غليمانه دسيسو كې هم ماتې وخوری.
د جمعې مباركې د لمانځه خطيب په خپله وينا كې د زدكونكی ورځې ته يانې د ډيسمبر اوومه نېټې ته په اشارې سره د اسلامی ايران په پوهنتونو كی د زدكونكو استكبار ضد دریځ يادونه وكړه او په وينا یې د پوهنتونيانو په هوښايرۍ دښمنان د تېر په څېر ناهيلی شول
506908