IQNA

د امام خمينې رحمه الله عليه د شعرونو ديوان په تركی استانبولی كې ژباړه چاپ شوه

20:35 - February 20, 2010
د خبر لمبر: 1888336
د هنر او كلتور ډله:په استنبول كې د ايران د كونسل خانی د كلتوری چارو او امام خمينی رحمه الله عليه د ليكنو خپروونكی اداره په همكارۍ سره د امام خمينې رحمه الله عليه د شعرونو ديوان په تركی استانبولی كې ژباړه چاپ شوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د استنبول پوهنتون د فارسی ادبياتو دوو استاذانو ښاغلی "پروفيسر علی ګوزل يوز" او ښاغلی پروفيسر خليل توكر" د دې ديوان ترجمه په استنبولی ژبه كې كړې ده چې دغه ترجمه د قفنوس خپرندوی لخوا د "عشق مسيحا نفس،ديوان امام" په نوم چاپ كړې ده
د دې ديوان د ترجمې مقصد د امام خمينی رحمه الله عليه د شخصيت د عرفانی او ادبی اړخونو معرفی كول دی
540784
captcha