IQNA

ملتونه به ډير زر د استكبار د نابودۍ جشنونه جوړ كړی

22:37 - February 25, 2010
د خبر لمبر: 1890676
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد هغو ټولو پلمو ته په اشارې سره چې لويدیځ ئې د ايران د ایټمی انرژۍ په وړاندې كوی وويل دغه پلمې يو ډول ملنډې دی او د ايران د ملت په هوډكې به هیڅ اغيزې ونه وكری .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد هغو ټولو پلمو ته په اشارې سره چې لويدیځ ئې د ايران د ایټمی انرژۍ په وړاندې كوی وويل دغه پلمې يو ډول ملنډې دی او د ايران د ملت په هوډكې به هیڅ اغيزې ونه وكری
هغه پرون د خراسان له خلكو سره د ټيليويژن له لارې د مستقيمو خبرو په دوام كې ټينګار وكړ نن سبا كه لويدیځ د مونږ پّه مقابل كې ودریږی ، نو د ايران د ملت ورته ځواب به هم ووينی . هغه روښانه كړه ايران يو ایټمی هيواد دی او هغې سوئې ته رسيدلی چې دښمن ئې نور دغې ټيكنالوجۍ ته له رسيدا انكار نه شی كولی او بايد د ايران حقوق د نورو پنځو هيوادونو په څير په رسميت وپيژنی .
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه بد غواړی او دښمنان د اووړی د تاوده لمر په وړاندې د واورې په څير په اوبه كيدا دی او ملتونه به ډير د استكبار او استعمار د له مينځه تلو جشنونه جوړ كړی
543415
captcha