د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې عبود جودی الحلی په دی هكله ووئيل: د عربې پوهنتونونو اتحادیۍ پرون يعنی د غوی د مياشتی په اوومه نیټه د يو پيغام په لیږلو سره په دغه اتحاديه كښی د كربلا د اهل بيت (ع) پوهنتون غړيتوب اعلان كړ.
ده زياته كړه: د كربلا اهل بيت (ع) پوهنتون د عراق وړومبی خصوصی پوهنتون دی چی د دغه اتحادیۍ غړيتوب يی تر لاسه كړ او دغه فيصله په ليبيا كښی د عربی پوهنتونونو د اتحادیۍ په وروستۍ غونډه كښی وشوه.
الحلی په پای كښی په دغه اتحاديه كښی د كربلا د اهل بيت (ع) د پوهنتون شامليدل د عراق د علمی ټولنی لپاره يو ستر برياليتوب وباله.
570403