د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له د امارات له «WAM»خبری اژانس یې نقلوی، د امارات د اسلامی چارو او اوقافو د سازمان مشر «محمد عبيد المرزوقی» په دې هكله وويل: د دې ټولو جماتونو او مصلو لپاره امامانو هم ټاكلی شوی دی چې د اختر په ورځ د اختر لمونځ ادا كړی.
هغه زياته كړه: 209 جماتونه په ابوظبۍ 85 جماتونه په بنی ياس او 51 جماتونه په لويدځه سيمه او 57 جماتونه په العين او 123 جماتونه په شارجه او 65 جماتونه په عجمان او 12 په ام القوين 54 په راس الخيمه 41 په فجيره كښې تيار شوی دی.
په اماراتو كښې د اختر ورځ د زيارت په ورځ اعلان شوې ده او د وږی د مياشتې له 17 تر 20 نیټې رسمی تعطيل اعلان شوی دی.
649593