د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر چې د ملګروملتونو د عمومی ټولنې په غونډې كښې د ګډون لپاره نيويارك ته تللی دی پرون د امريكا د ديارلسم عمومی ټيلی ويژن چينل د مجری چارلی روز د پوښتونو په ځواب كښې له ايران سره د خبرو اترو لپاره د پينځه جمع يوې ډلې غوښتنې ته په اشارې سره وويل ايران د ګواښ او دباو په شرايطو كښې خبرې نه كوی.
هغه دغه راز په ايران د بايكاټونو د اغيز په باره كښې بايكاټونه د ايران د ملت د ډيرې هڅې او خوځندوالی سبب وبلل او ویې ويل له هغه وخته چې د ايران پرضد بايكاټونه مطرح شوی دی د ونډو بازار چې د پانګه اچونې، خوځندوالی او خوشحالۍ نښه ده په ايران كښې له شلو تر پينځويشتو فيصدو پورې وده كړی ده.
د ايران ولسمشر محمود احـمدی نژاد د امريكا د مقاماتو د لاسوهونكو څرګندونو په ځواب كښې ويل د امريكا مقامات چې هر څومره د ايران د ملت او مسولانو پرضد غير حقيقی او غليمانه څرګندونې ولری د ايران ملت متحد او يو هیړ كیږی.
محمود احـمدی نژاد له ايران څخه د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس د پلټونكو د ايستل كيدا او د اټومی اژانس د عمومی منشی يوكيا امانو د راپور په هكله وويل ايران د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس له قانون او مقرراتو زياته له اټومی اژانس سره ملګرتيا كړی ده او د مقرراتو او قانون په حد كښې یې پلټونكو ته د ايران د اټومی مركزونو د پلټنې اجازه وركړی ده او د اټومی اژانس كيمرې د ايران په ټولو اټومی مركزونو كښې لګيدلی دی
د ايران ولسمشر محمود احـمدی نژاد زياته كړه كه چيرې د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس پلټونكی وغواړی له قانون څخه بهر عمل وكړی نو د اټومی وسلو د توليد او پراختيا د بنديز د تړون اين پی تی د منشور پراساس به د دغه كار اجازه ورنكړل شی.
محمود احـمدی نژاد دامريكا له پی بی ايس ټيلی ويژن چينل سره د مركې په بلې برخې كښې د فلسطين په باره كښې د ساز باز د خبرواترو په وړاندې د ايران د دریځ په باره كښې وويل د خبرو اترو مشكل دا دی چې د فلسطين د كورواكه تشكيلاتو استازی چې له صهيونيسټانو سره خبرې كوی د فلسطين د خلكو استازی نه دی او د فلسطين خلك هغه نه منی.
د ايران ولسمشر دغه راز پرون د روسیې له ټيلی ويژن سره په مركه كښې د ملګروملتونو په عمومی ټولنه كښې د خپلې روان كال د وينا په هكله يو پيغام وړاندی كړ.
د ايران ولسمشر په دنيا واكمنو مشكلاتو او د مسايلو د جرړې د پيژندلو په ضرورت ټينګار سره وويل نن يو اړخيز پالنې ټوله دنيا له چيلنج سره مخامخ كړی ده او وسله والې سيالۍ ته لمن وهل كیږی او دغه ټول مشكلات په دنيا د واكمن مديريت په خاطر دی چې بايد اصلاح شی.
هغه په ايران د امريكا د احتمالی پوځی حملې په باره كښې وويل امريكا د حملې وس او توان نه لری په دې سربيره له ايران سره د پوځی جګړې هیڅ دليل او توجيه نشته په عين حال كښې د ايران اسلامی جمهوريت تل چمتو او قادر دی چې په قدرت سره د ځان دفاع وكړی.
د ايران ولسمشر د ايران پرضد د صهيونيسټ رژيم د ګواښونو په باره كښې وويل صهيونيسټ رژيم اصلا د ايران د ملت په محاسباتو كښې نشته او دغه رژيم دومر ه وس نلری چې وكولای شی په ستر ايران حمله وكړی او واضحه ده چې دا ډول كار د صهيونيسټ رژيم د دړې وړې كيدا په معنا دی.
محمود احـمدی نژاد په امريكا كښې د قران مجيد سوزول هم د روسیې له ټيلی ويژن سره د خبرو اترو بله موضوع او چورليز وو او د ايران ولسمشر ډاګينه كړه قران كريم ټول خلك ورورګلوۍ، صداقت، عشق، محبت او د ظلم او ستم مخنيوی ته وربولی او هغه كسان چې قران مجيد سوزوی په حقيقت كښې غواړی دغه حقيقتونه وسوزوی داپه داسې حال كښې دی چې دغه حقيقتونه ژوندی دی او دقران مجيد په سوزيدا سره به له مينځه لاړ نشی .
دملګروملتونو دعمومی ټولنې شپږپنځوسمه غونډه په تيرې پنجشبنې ورځ دملګروملتونو د۱۹۲ غړيو هيوادونو دمقاماتو او مشرانو په ګډون سره كار پيل كړی وو.
659594