IQNA

په يوكرائن كښې (ايران پيژندنه او فارسی ژبه) نومې كتاب خپور شو.

0:15 - February 16, 2011
د خبر لمبر: 2081723
فرهنګی او هنری ډله : د جابر وثيق ليكلی (په يو كرائن كښې ايران پيژندنه او فارسی ژبه ) نومې كتاب په اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو پورې پيئلې د الهدی دبين المللی فرهنګی، هنری انتشاراتو د موسسې له خوا چاپ او خپور شو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د څانګې د رپورټ له مخې: دغه كتاب (په يوكرائن كښې ايران پيژندنه) او (په يوكرائن كښې فارسی ژبه) په عنوانونو سره له دوو برخو نه جوړ شوی دی.
ددغه كتاب وړومبۍ برخه ځان له په څلورو برخو مشتمله ده چې په يوكرائن كښې ختیځ پيژندنه او ايران پيژندنه څیړی او همداشان په دغه هيواد كښې د ختیځ پيژندنې او ايران پيژندنې مركزونه معرفی كوی.
په يوكرائن كښې فارسی ژبه په عنوان سره ددغه كتاب دويمه برخه هم په پنځو برخو ويشل شوې ده چې د فارسی ادبياتو او ژبې له تاريخچې نه علاوه د دغې ژبې د زده كړې د مركزونو، استاذانو، د يوكرائن په پوهنتون كښې د فارسۍ ژبې د زده كړې د كتابونو او په كريمسكس نومې د شرق پيژندنې په مركز كښې د موجودو كتابونو د فهرست په اړه پكښې معلومات دی.
748201

captcha