IQNA

د ایرانئ سرښیندونکې پرستارې له خوا د درو نوزیږو د معجزناکې ژغورنې روایت

15:44 - May 07, 2026
د خبر لمبر: 3492737
ایکنا- په عراق کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوري سلایارئ د هغې سرښیندونکې پرستارې میرمن نداسلیمي   په اتل اقدام پسې چې  درې نوزیږي ئې  د ژوند د له لاسه ورکولو په بحراني شیبو کې  درې نوزیږي وژغورل، په بوه پيغام کې ئې  ددغې قدرمنې بانو بې بدیله شجاعت او انګیزه وستایله.

ایکنانیوز  په عراق کې د ایران د کلتوري سلایارئ له  قوله راپور راکړی، په عراق کې د ایران داسلامی جمهوریت د کلتوري سلایارئ په  هغه پیغام کې چې  نداسلیمي ته صادر شوی ، هغه  یوه مسلمانه شهامت او شجاعت لرونکی  بې مخینې میرمن بلل شوې او ټينګار شوی دی ، د آغلې  نړیوال سرښیندونکي اقدام  چې  په یوې  انساني ژمنې او روحیې سره  ئې د درو بې ګناه نوزیږو  ژوند ژغورلی ،  دهمیشه لپاره به د تاریخ یوه بیلګه وي.د یوه قدرداان  او دوست ملت په نیابت  دغه ارزښتمن اقدام  د ستاینې تر ټولو غوره  او د ستاینېوړ اقدام دی.

میرمن ندا سلیمی  له خبریالانو سره په خبرو کې  د پيښې په زړه راکښونکو شیبو په  جوړولو سره ووئيل؛ په هغو بحرانی شیبو کې ویره د انسان درست وجود راګیروي، خو هغه څه چې زه ئې حرکت ته مجبوره کړم ، د هغو درو نوزیږو په وړاندې د مسئولیّت احساس ؤ.هغوي  الهي امانتونه وو چې د زیږیدا ئې یا یو ساعت هم نه ؤ  تیر شوی  او د هغوي مئيندې د آپریشن په کوټې کې وې. کله مو دهغوي بې ګناه څیرو ته وکتل ،نو  په یوې شیبې کې مو عشق پر ویرې بریالی شو  او فیصله مو وکړه چې دوي په غیږې کې واخلم او نجات ورکړم.

دغې سرښیندونکې پرستازې  ددې پوښتنې په ځواب کې چې   کله دغه نوزیږي لوي شي،نو ددوي لپاره څه پیغام لرې، ووئيل؛  غواړم  دوي ته ووایم چې تاسو  دخداوند متعال له خحوا  د ژوند ډالئ یاستئ، هیڅکله هیره نه کړئ  ژوند یوه داسې معجزه ده چې  مهربانئ اوایمان ته اړتیا لري، هیله منه یم  دوي په راتلونکي کې خدمت کونکي او ښه انسانان شي اوهماغه شان چې  مونږ ئې په ترټولو سختو شیبو کې د دوي ترڅنګ وو،  دوي هم په سختو اوخطرناکو شیبو کې  دخپلو وطندارو او مسلمان امت ترڅنګ ووسي.

میرمن ندا سلیمي  د خپلو خبرو په یوې  برخې کې پرستاري  له یوه کار کسب ورآخوا  وبلله او  وې وئيل؛  په پرستارئ کې بریالیتوب یوازې  په تخنیکي پوهې پورې اړوند نه دی، بلکې  هنر  انسان شونه او له مینې اوعشق څخه د یوه ډک زړه درلودل دي. بریالی پرستار یا پرستاره هغه څوک دی چې  د ناروغ  د کړاؤ په ترټولو تورتمو شیبو کې  دهغه په زړه کې د امید رڼا روښانه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4350630

captcha