IQNA

مفتی اعظم بوسنيا: امام خمينی هیڅكله د مسلمانانو تر مينځ د تعصب اجازه نه وركوله ‏

16:43 - February 21, 2011
د خبر لمبر: 2084183
نړيواله ډله: د بوسنی و هرزګوين ستر مفتی ښاغلی «مصطفی سريچ»، دې ته پا اشا رې سره چې اما م خمينی رحمه الله عليه ‏هیڅكله د مسلما نا نو تر مينځ د درز او تعصب اجازه نه وركوله بلكې د اسلامی ټولنو تر مينځ د اتحا د او وحدت غوښتونكې وو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بوسنی و هرزګوين ستر مفتی ښاغلی «مصطفی سريچ»، چې پرون یې ‏د وحدت په څلورويشتم نړيوال كانفرنس تهران كې خطاب كول وويل لويدیځوال د ايران د اسلامی انقلاب له پيله تر اوسه اصلا د ‏يوې منطقی او مناسبې ليدتوګې درلودونكی نه وو او هغو له دغه پاڅون او د هغه له دوام راهسی تر اوښه پورې خوشحال نه دی.‏
د د ايكنا د خبريال د راپورله مخې ښاغلی «مصطفی سريچ»، جو ته كړه د امام خمينی رحمه الله عليه شعار او عمل د اسلام د ‏غليمانو په وړاند ې د اسلامی ملتونو وس او طاقت وو، خو له بده مرغه مسلمانان په راز راز دسيسو سره د اسلامی نړۍ د غليمانو ‏تر اغيز لاند ې ورغلل او تاوانی شول ، او د ايران اسلامی جمهوريت، د اسلام غليمانو ته ستر تاريخی ځواب دې. ‏
هغه په پایې كې له اسلامی انقلابه د اسلامی هيوادونو د روڼ اندو په تيره بيا د بوسنی او هرزګوين ځوانانو د بيلګې اخستلو په ‏ضرورت ټينګار وكړ.‏
‏750634‏
captcha