د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له يروشلم پسټ صهونيسټی ورځپاڼې یې نقلوې چې پرون د صهيونيسټ رژيم د لومړی وزير، بنيامين نتانياهو له قوله ليكلی دی چې د تهران په غونډه كې مطرح شوی مسايل او دریځ، د اسراييلو پر له منځه وړلو د ټينګار په معنادی او دغه مسئله د يهودی دولت په توګه د اسراييلو په رسميت پېژندلولپاره غوښتنه او امنيتی اړينتوبونه تاييدوی.
نتانياهو همدارنګه ادعا كړې ده چې اسراييل د هغه څه په اړه چې نوموړی سوله وبلله خپلو هڅو ته دوام وركوی، خو ټينګار یې وكړ چې دا هڅې به په دې شرط وشی چې د اسراييلی ښاريزو او د هغوی د راتلونكی نسل امنيت تضمين كړی.
د ايران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام په تهران كې د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ د پنځمې نړيوالې غونډې په پيل كې په خپلو څرګندونو كې د فلسطينی ملت پر حقوقو په ټينګار سره په ډاګه كړه چې د فلسطين د موضوع په اړه عملياتی طرح بايد د (( ټول فلسطين د ټولو فلسطينيانو لپاره)) پر اصل ولاړه وی ځكه چې فلسطين، له نهره تر بحره فلسطين دی، نه آن يوه لويشت كمه خاوره.
حضرت ايت الله خامنه ای په نړۍ كې د خپلې سلطې او نفوذ دپراختيا لپاره د تكیې د ټكی او د پښو دريدو په توګه د فلسطين د خاورې له غصبولو څخه د صهيونيسټ رژيم د موخو په بيانولو سره په ډاګه كړه چې، فلسطين هم د بل هر ملت په شان حق لری چې خپل برخليك وټاكی او پر خپل هېواد واكمن نظام وټاكی.
حضرت ايت الله خامنه ای ددې منطق پر بنسټ چې د نړيوال نظام د منلو وړ دی وړانديز وكړ چې د فلسطين دننه او بهر ټول مسلمانو، مسيحيان او يهودان چې ددې هېواد اصلی خلك دی په يوه ټول پوښتنه كې دې برخه واخلی او د خپلې خوښې نظام دې جوړ كړی .
د رهبرۍ ستر مقام پر هغو لارو چارو ټينګار وكړ چې له شك پرته صهيونيسټ رژيم او ددې رژيم ملاتړی یې نه شی زغملای او دا تمه هم نه شی كېدای چې اسراييل دداډول طرحې پر وړاندې مثبت غبرګون وښيی، ځكه چې د هغوی موخه بله ده.
نيواكګر صهيونيسټ په خپل نارواكابو شپېته كاله شتون سره، يوازې د فلسطينی ملت د منځه وړلو فكر كړی دی او روښانه ده چې په داډول موخو سره به د فلسطين د مظلوم ملت له حقوقو څخه د خپلواكو دولتونو او ملتونو له ملاتړ څخه اندېښمن و اوسی.
د رهبرۍ د ستر مقام د څرګندونو په اړه د نتانياهو غبرګون د اسراييلو د سلطې غوښتنې او پټې پردې روښانه كوی او ددې ښودنه كوی چې اسراييل تر كومې كچې د امريكا پرملاتړ حساب كوی.
د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلې په غونډه كې د بارك اوباماوروستۍ هغه څرګندونې چې ویې ويل اسراييل د امريكا سره كرښه ده، ددې ټكی ښكارندويی كوی چې امريكا او اسراييل پر يوه لاره حركت كوی او د سولې غوښتنې په اړه د هغوی ادعاګانې او د خبرو اترو كړچار د عامه افكارو دغولولو او د فلسطينی ملت د مقاومت په دننه كې د دریځ او تفرقې رامنځ ته كول دی.
په حقيقت كې امريكا او اسراييل چې لبنان په سويل او پر په بريد كې یې د اسراييلو د پوځ شرموونكې ماته یې تجربه كړې ده دپه خپلو ناروا ګټو په لړ كې د اسراييلو امنيت خپله سره كرښه ګڼی او دغه سياست دومره روښانه دی چې په سياسی الفاظو یې پټولای نه شی.
خو هغه څه چې نتانياهو یې تر بلې هرې مسئلې ډېر غبرګون ته اړكړی دی،د هغو حقيقی څرګندونو اوريدل دی چې د رهبرۍ سترمقام په ډاګه كړې چې د اوباما سره كرښه، يعنې د صهيونيسټ رژيم امنيت به د راولاړشويو مسلمانو ملتونو په لاس مات شی او زياته یې كړه چې هغه څه چې صهيونيسټ رژيم ګواښی، د ايران او مقاومت د ډلو توغندی نه دی چې دهغوی پر وړاندې، هلته او دلته توغندويی سپر ولګوی، بلكې د جعلی رژيم نا علاجه او حقيقی ګواښ، د اسلامی ملتونو هغه ټينګ هوډ دی چې نه غواړی او نه پرېږدی چې امريكا او اروپا او د هغوی لويدیځ لاسپوڅی، پر هغوی حكومت وكړی او ملتونه سپك كړی
871353