د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای پرون د كرما نشاه ولايت د پو ځی يو نټونو په ګډو دستورو كې جوته كړه له ايرانه د ويرولو لپاره د لويدیځ د ستړيو او پريشانه سياستوالانو د ابلهانه رودو تكرارول به بيا هم نتيجه ورنكړ ی او يو ځل بيا به د ماتې تريخ خوند وڅكی .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای زياته كړه د امريكا مستكبر رژيم په هغو مشكلاتو او جبيو كې ښكيل شوې دې چې د دغه رژيم د غلطو سياستونو او كړچار نتيجه ده .
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای ټينګار وكړ د افغانستان په ښان له جبيو د امريكا د خلاصيدو لاره ، مادی رودې ، متكبرانه كتنه او تيری ګره روحيه نده بلكې حل لاره د اسلامی ايران روده يعنی منطق ، عقل او معنويت ده .
د اسلامی ايران د ټولو قواو قوماندان حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دغو دستورو كې په تيرو دريو لسيزو كې د اسلامی ايران ډيريدونكی اقتدار ته په اشارې سره ټينګار وكړ نن د ايران ملت، د اسلامی جمهوريت نظام او وسله وال ځواك د سيمې د ملتونو تر مينځ ګران او د درناوی وړ دی.
879308