د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الاسلام اليوم ويب پاڼې یې نقلوی چې د تيونس خلكو د اسلامی ګوند النهضه چې د راشد الغنوشی په مشرۍ كې په انتخاباتو كې برخه واخسته، ته اكثره رایې وركول، هم دې لامله تيونس به په تاريخ كې خپل نوم د هغه لومړنی هيواد په توګه ثبت كړی، چې ۸ مياشتې وړاندې پكې د اسلامی ویښتيا وړانګې وځليدلې.
كه څه هم په عربی هيوادونو كې د اسلامی پاڅون له پيله او د تونس د پخوانی ديكتاتور بن علی له تیښتې وروسته، رسنيو دغه هيواد ته لږ پام وكړ، خو د انتخاباتو په ترسره كيدا سره داسې ښكاری چې دغه نيت لری، د خلكو د ارادې په عملی كولو كې هم له نورو هيوادونو وړاندې شی.
په يمن، تونس، مصر ،بحرين، او ليبيا كې د ولسی پاڅون له پيله ، مهمه برخه چې د پوهانو او متفكرينو په سطح مطرح ده، د دغو ولسی انقلابونو ماهيت دی چې په څه اساس او او انګيزه، پيل شو، په څه د اعتراض له كبله و او كوم فكر یې تعقيب كوه.
ځينو دغه پاڅون اسلامی ویښتيا وبلله، په دې نظر چې د معترضينو چلند، اصيل اسلام ته ستنيدل او د اسلامی قوانينو اجرا ده .
په مقابل كې هم ځينو چې زياتره لويدیځوال او پلويان یې شامل دی، دغه پیښې، د آزادۍ، ديموكراسۍ او سوكالۍ ته د رسيدا لپاره دخلكو خوځښت وباله .
بې شكه د پیښو په متن كې بيلابيلې ډلې فعالې وې، چې هر يوه، ځانګړې مفكورې درلودلې، اسلامی ډلو د اسلامی قوانينو په اساس د يوه حكومت غوښتنه كوله، او داسې كسان هم وو چې د لويدیځ ديموكراسۍ په اساس، د سيكولار نظام غوښتونكی وو او هیڅ څوك نشی كولی چې په بحثونو كې د نورو شتون رد كړ ی ، خو هغه څه چې په بحث او جنجال كې دی، دانقلاب كلی نتيجه ده. له زرو كسانو سره يو سيكولار ګوند او له همدې شمير سره يو سرزورې اسلامی ډله نشی كولی چې په واك كې وی.
خو دلته بحث د هغه څو ميلونه كسانو دی چې د التحرير ميدان په څير په ډګرونو كې ووتل،يا هغه مييلونون كسان چې د يمن په صنعا ميدان كې سره راټول شول او جمعې یې پكې تيروی، دوی په څه پسې دی؟
څه غواړی؟آيا د د غو هيوادونو خلك په اصيل اسلامی پسې دی، او يا هم د دې په مقابل ټكې كې يعنې، د لويدیځ په ليبرال ديموكراسۍ پسې دی؟
حقيقت دادی چې په كوم معيار سره د انقلاب نتيجه روښانیږی؟
په ټولو دغو هيوادونو كې تر اوسه پورې د برياليتوب پړاونه ترسره شوی دی .
انقلابيونو د ا ساسی قانون د بدلون غوښتنه كړې ده.
ځكه چې اساسی قانون دی چې د يوه هيواد او ملتونو راتلونكی ټاكی، او ويلی شو چې د هر هيواد اساسی قانون د هغه پيژند پاڼه ده . او د هر هيواد د سياسی نظام ماهيت هم دهغه اساسی قانون ټاكی.
له همدې كبله د يوه هيواد د اساسی قا نونی دجوړونې وخت، ډير حساس پړاو دی، او ډير پام ته اړتيا لری.
د يوه هيواد داساسی قانونی په جوړيدا سره خلك متوجه كیږی چې پكې پاڅون د څه شی د ترلاسه كولو لپاره وو، او همداراز خلك په آزادو انتخاباتو كې خپله ګروهنه روښانوی،او د خپل د انقلاب لاره ټاكی.
په همدې اساس د تونس خلكو هم د تيرې يكشنبې په ورځ، له ډيرو ټیټو هڅكو وروسته، په انتخاباتو كې په ۹۰٪ ګډون سره، د خپل دانقلاب ماهيت ، كه څه چې په ځلونو یې په واټونو كې اعلان كړی و، په رسمی تو ګه وټاكی.
په انتخاباتو كې زياتو كانديدانو له زياتو ګروهنو سره ګډون كړی وو، خو خلكو په آزاده توګه دخپلې خوښې كانديد ته رايه وركړه، څو روښانه شی چې د انقلاب په اړه د خلكو عمومی نظر څه دی.
لنډه دا چې انتخابات ترسره شول، او نتيجې یې هم روښانه شوې او د رايو له صندوقونو هغه ووتل چې د تمه وړ نه نه ښكاريدل.
د راشد الغنوشی په مشرۍد تونس ستر اسلامی ګوند النهضه په پارلمان كې زياتې چوكۍ ترلاسه كړې. تر دې چې دنړۍ رسينو دغه ګوند د انتخاباتو بريالی اعلان كړ.
كه څه هم لويدیځ او په سر كې یې امريكا، له لومړنيو لالهانديو وروسته، پخپله ګټه ، د سيمې د مسلمانو ملتونو د انقلابونو د مصادره كولو لپاره ډيرې هڅې وكړې، خو په نهايت كې د تونس خلك بيا هم د امريكا ټولې هڅې شنډې كړې او وې ښودله چې ميلتونو ویښ شوی دی، او سپیڅلی محمدی اسلام ته د ګرځيدو غوښتونكی دی.
د تونس خلكو وښودله چې د سيمې د خلكو ولسی خوځښتونه، اسلامی ویښتيا ده ، او د لويدیځ د ليبرال ديموكراسۍ او دهغوی د تمدن د تفكرونو د ځوړتيا پړاو ، تر پخوا زيات تيز شوی، او تر دې وروسته اسلام دی چې په دغه هيواد كې لومړۍ او وروستۍ خبره كوی.
892277