د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواك مرستيال ښاغلی سردار سلامی څرګنده كړه د دې مانورې پيغام د ګاونډيو هيوادونو په مرسته په سيمه كې د سولې او امنيت تأمين دئ .
ښاغلی سردار سلامی وويل د عمل چټكتيا ، د منسوبينو مهارت ، او د ځواكونو دقت د ولايت نوی مانورې له شاخصونو څخه ؤ چې ټول شاخصونه په ډيره لوړه سطحه اجراء شوی دی .
نوموړی له جماران كشتۍ څخه د اسلامی ايران د ځواك او توان د بيلګې په توګه يادونه وكړه او زياته ېې كړه دا كشتۍ په آزادو اوبو كې له يوه ۷۰ ورځنی سفر وروسته بيرته ايران ته په برياليتوب سره راستنه شوه.
په داسې حال كې چې سلطه غواړو قدرتونو ويلی ؤ دا كشتۍ په آزادو اوبو كې د سفر وړتيا نه لری. د ولايت نوی مانوره دی دسمبر له ۲۴ نیټی د هرمز تنګی او هند بحر په آزادو اوبو كې پيل شوه چې د جنورۍ تر ۳ نیټی پورې به دوام ومومی.
926778