د عربستان چاپ المدينه ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: شيخ الازهر احمد الطيب څرګنده كړه: د اسرائيلو دغه اقدام د نړۍ په ټولو سيمو كښې د مسلمانانو د احساساتو راپارول ګڼل كیږی او د قدس شريف د اسلامی هويت د له منځه وړلو له پاره د اسرائيلو د جنايتونو د لړۍ په لاره كښې يو نوی جنايت دی.
احمدالطيب د نړۍ په اسلامی هيوادونو كښې له اسلامی موسسو او هيئتونو نه د اسرئيلو او د يهودی جوړولو له پاره د دغه رژيم د كوششونو په وړاندې د دريدنې غوښتنه وكړه او وئې وئيل: اسرائيل هم په ډاګه او هم په پټه د يهودی جوړونې عمليات اجرا كوی، په دې وجه اسلامی موسسو ته په كار دی چې د مسجدالاقصی او قدس شريف دفاع وكړی او د قدس حمايت كول په اسلامی امت باندې واجب دی.
د وئيلو ده چې د صهيونيسټی رژيم پوځ د بيت المقدس د يهودی كولو له پاره د خپلو هدفمندو پلانونو په لاره كښې د پوځی افسرانو ترمينځ د يهوديانو د اخترونو په مناسبت د مسجدالاقصی داسې انځورونه خپاره كړی دی چې له هغه نه «قبةالصخره» حذف او ورانه شوې ده. 931049