IQNA

د صهيونزم نيواكګری د سيمې د ټولو مشكلاتو او ستونزو اصلی جرړه ده.

22:05 - January 14, 2012
د خبر لمبر: 2256553
بين المللی ډله: د عربو اتحادیۍ ته پكار دی چې د سوریۍ د مسئلې د سترې ښودلو پرځائې د اسرائيلو د ښارګوټی جوړونې او د قدس شريف د يهودی كولو د سياست سره مقابله وكړی، ځكه چې د سيمې د ټولو مشكلاتو اصلی جرړه د صهيونيسټی غاصب رژيم له خوا د فلسطين د خاورې نيواك دی.
د المنار خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حزب الله د سياسی شوری رئيس ابراهيم امين السيد په دې هكله ووئيل: د مينځنی ختیځ د سيمې د مشكلاتو او ستونزو لوئې دليل د اسرائيلو د غاصب رژيم وجود او د دغه رژيم له خوا د فلسطين د خاورې نيواك دی.
دوی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د اسلامی بيدارۍ د انقلابونو او غورځنګونو د ارزولو او جاجولو معيار او د هغوې ازرښت د فلسطين د آزادولو سره د هغوی د ملاتړ په اندازه بڼه نيسی، د سوریۍ پر خلاف د عربو د اتحادیۍ د سخت عكس العمل په نسبت حيرانتيا څرګنده كړه.
ابراهيم السيد ووئيل: ولې د عربو اتحاديه د سوریۍ د مسئلې په هكله ډير ژر غبرګون څرګندوی او بې له ځنډه غونډه جوړوی؟ خو د دغې اتحادیۍ غړی د قدس شريف د يهودی كولو او د صهيونيسټی رژيم د ښارګوټی جوړولو د سياست په نسبت كوم عمل نه ښئی؟
السيد په دوام كښې د سيمې د ټولو مشكلاتو دليل د صهيونيسټی رژيم وجود وباله او وئې وئيل: الته دا په سيمه كښې د ډيكټاټورو او مستبدو حكومتونو د نشتوالی په معنا نه دی. 932456

captcha