IQNA

د امام خمينی (رح) د فتوې د اجرا كيدو له ويرې سلمان رشدی هندوستان ته له تلو ډډه وكړه

23:10 - January 21, 2012
د خبر لمبر: 2260808
بين المللی ډله: ( د شيطانی آيات ) نومی كتاب واجب القتل ليكوال سلمان رشدی د مسلمانانو له خوا د هغه د وينې د مباه كيدو په هكله د امام خمينی (رح) د فتوی د اجرا كيدو له ويرې هندوستان ته له سفر كولو او د دغه هيواد په ادبی نندارتون كښې له ګډون كولو نه ډډه وكړه.
د المنار خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې سلمان رشدی چې ټاكل شوې وه د (جيپور) په ادبی نندارتون كښې د ګډون له پاره هندوستان ته لاړ شی، پرون د دغه هيواد د مسلمانانو د پراخو اعتراضاتو او تحصن نه وروسته او د مسلمانانو لخوا د امام خمينی (رح) د فتوې د پوره كيدو له ويرې خپل سفر لغوه كړ.
ټاكل شوې وه چې د شيطانی آيات نومی كفر آميزه كتاب ليكوال به د جيپور د ادبی نندارتون د افتتاح په ورځ وينا وكړی خو د هندوستان د مسلمانو ډلو اعتراضونه، په دغه پنځه ورځنی نندارتون او كانفرنس كښې د رشدی او ګډون د نه كولو سبب شول.
د هندوستان مسلمانو ډلو اراده لرله چې د دغه مرتد ليكوال د پلان شوی ګډون په اعتراض كښې به د جمعې په ورځ مظاهرې وكړی خو پس لدې چې پوليسو هغو ته ډاډينه وركړه چې رشدی به په دغه كلتوری او فرهنګی نندارتون كښې ګډون ونكړی نو له خپلې دغې فيصلې نه ئې لاس واخيست. 938559

captcha