IQNA

د ايران د سفارتخانې په ملګرتيا سره د صربيا د وړومبنی دارالقرآن د پرانېستې د كليزې مراسم وشول

23:25 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307131
د قرانی فعاليتونو ډله: د صربيا د وړومبنی دارالقرآن د پرانېستې د كليزې مراسم د دغه ملك په نووی پازار مسلمان مېشته ښار كښې چې د نمونه محصيلينو له هركلی سره مل وو د ايران د سفارت په ملګرتيا سره وشول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په دغو دستورو كښې د كلام الله مجيد پنیځۀ تنه حافظان چې د دغې موسسې د وړومبنی نسل د محصيلينو په توګه یې د زدكړې او حفظ دوره په كاميابۍ سره ترسره كړې وه د دغه دارالقرآن د محصيلينو لخوا یې قدرونه وشوه.
په دغو مراسمو كښې د بوسنيا او ترك هېوادونو د مطرحو حافظانو اوقاريانو ترڅنګه د دينی علومو د مدرسې ډائرېكټر افندی نجاد حسنوويچ، د نووی پازار قاضی عيسی بيك، د دغه هېواد مطرح حافظ عرفان ماليچ او د دارالقرآن مشر هم موجود وو.
دغه مراسم چې په دغه هېواد كښې د ايران د سفارتخانې او د اهلبېتو عليهم السلام د نړيوالې ټولنې په ملګرتيا سره جوړ شول د ايران د كلتوری مركز مشر فريد افتخاری د قران شريف د حفظ او قرائت د ترويج په اړه د ايران د اسلامی جمهوريت او خپله د اسلامی انقلاب د معظم رهبر (دام ظله) كوشش ته په اشارې سره څرګنده كړه. هر كال دقران ګڼ شمېر نړيوالې سيالۍ په ايران كښې كیږی او د نووی پازار د قران د مدرسې له حافظينو او قاريانو ته یې په دغو سياليو كښې د ګډون لپاره بلنه وركړه.
په دوام كښې د نووی پازار مفتی معمر ذكورليچ چې د دغه ښار د اسلامی ټولنې لخوا د صربيا د سږكال د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د سيمې تر ټولو وړومبنی مذهبی شخصيت په توګه نامز شوے دے څرګنده كړه: د قران شريف حافظان د پروردګار د كلا ساتوونكی دی او خداے پاك هغه معاشره چې د خپل كتاب حافظينو ته یې په ځان كښې ځاے وركړے دے د مصيبتونو له شر څخه په امان كښې ساتی او دا د مسلمانانو وظيفه ده چې الهی نور دې نورو ته هم معرفی او وړاندې كړی.
986814
captcha