سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم رهبر نن د عراق له لومړی وزير نوری المالكی او ورسره پلاوی سره په ليدنه كې ټينګار وكړ د عراق د اقتدار د زياتيدا لپآره د هڅو په تيره د دوامداره علمی جهاد لپاره د زمينې په برابريدو او په ټول عراق كې د رغونې د غورځنګ په پيليدو سره به د عراق د دولت او ملت مقام او ځای په سيمه كې دوه چنده شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم رهبر ايت الله خامنه ای په دې ټينګار سره چې په دې وروستيو مياشتو كې څو پیښو او قضاياوو د عراق د دولت برياليتوب په ډاګه كړ څرګنده كړه ، له عراقه د امريكايی ځواكونو وتل تر ټولو ډيره مهمه پیښه او بريا وه چې د عراق د دولت په استقامت او د ملی او عمومی ارادې په څرګندولو سره په لاس راغله .
د انقلاب معظم رهبر همداراز په بغداد كې د عربو اتحادېې غونډه د عراق د اقتدار بله بيلګه وبلله او زياته ېې كړه عراق چې د عربی نړۍ د علمی استعدادونو مركز دئ بايد په كې يو علمی غورځنګ پيل شی او محصلين او زده كوونكی بايد علمی جهاد ته ولیږل شی .
نوری المالكی هم په دې ليدنه كې د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره له ليدنې په خوشحالۍ څرګندولو سره څرګنده كړه په بيلابيلو برخو كې اوس مهال د ايران او عراق اړيكې پراخې شوې دی او د دواړو لوريو بيلابيل صنعتی او تجاری پلاوی د تګ راتګ او سلا مشورې په حال كې دی
992209