د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د«BRecorder» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د اقتصادياتو ماهران په دغه سيمينار كښې د اسلامی پانګونو او رقوماتو په زياتولو باندې تاكيد وكړ او وې ويل چې اسلامی رقومات په اوس حال كښې د دنيا په مالی بازارونو كښې څه د پاسه يو اشاريه درې ميليارډ ډالرو ته رسيدلی دی.
په دغه سيمينار كښې همدارنګ په پاكستان كښې د د اسلامی مالی نظام د ودې څېړنه وشوه او اعلان وشو چې په دغه هېواد كښې د اسلامی اقتصادياتو وده په مخ په زياتېدو ده په دا ډول چې د ودې اندازه یې په تېر كال كښې ٣٥ فيصده ته رسېدلې ده.
د اسلامی نظام مالی حصص هم د پاكستان د بېنكارۍ په ټول نظام كښې اتۀ اشاريه پينځۀ فيصده ته رسېدلی دی او په ٢٠١٥ كال كښې به ١٥ فيصده ته ورسی.
په دغه سيمينار كښې د عرب اماراتو، امريكې، برطانیې ، كېنیډا، ملېشيا او قطر په شمول له مختلفو هېوادونو څخه د اسلامی اقتصادياتو ګڼ شمېر ماهرانو اود اسلامی شريعت لوړرتبه عالمانو او پوهانو ګډون وكړ.
993058