IQNA

د ورجينيا په پوهنتون كښې د امريكائی كشيش يا پادری له خوا د قرآن تدريس

22:59 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314670
بين المللی ډله: يو امريكائی پادری د امريكې د ورجينيا ولايت په يوه كليسا كښې د قرآن كريم يو شمير مبارك آيتونه تدريس كړل.
د egynews خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې: امريكائی كشيش سكاټ مورګن په دغه كليسا كښې داسې آيتونه د تدريس لپاره غوره كړل چې د ښځې، په سوله ايز ګډ ژوند او په ښاريزو حقوقو پورې اړوندو مسائلو ته اشاره كوی او د دغو آيتونو معنې ئې د حاضرينو لپاره بيان كړې.
اسكارټ مورګن هم ټينګار وكړ: ما په كليسا كښې د تاؤ تريخوالی او ښځې دوه موضوعګانې چې د امريكايانو لپاره مهمې دی د قرآن آيتونو ته په اشارې سره تدريس كړې او توضيح مې وركړه چې اسلام يو داسې دين دے چې د غير مسلمانانو پرخلاف ئې خشونت او تاؤتريخوالے حرام كړے دے او په دې لړ كښې مې د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) سيرې ته اشاره وكړه.
مورګن په دوام كښې زياته كړه: په اسلام كښې د ښځې د موقعيت سره د آشنا كيدو او د ټولنې په جوړولو كښې د هغې د رول په هكله مې هم هغه آيتونه بيان كړل چې ښځې ئې ستايلی او د هغو درنښت ئې كړے دے.
د امريكې يو ټيليويژنی چينل د دغې غونډې د يوشمير برخو او د كشيش له خوا د آيتونو د شرحې د څرنګوالے ريكارډ كړے او په دې زمينه كښې ئې د يورپورټ په خپرولو سره اعلان وكړ: كه د فلوریډا په ولايت كښې د ټيری جونز په شان يو كس د قرآن د سوزولو اقدام كوی نو د امريكې په يو بل ايالت كښې سكاټ مورګن په كليسا كښې د قرآن آيتونه تدريسوی. 994669

captcha