د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) «atlasinfo» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د فرانس د مسلمانانو شورا په دغه هېواد كښې د اسلام د مبين دين د پېروكارو د رسمی نمائنده تنظيم په توګه په دوو بوډاګانو مسلمانو ښاريزو باندې د اسلام دښمنه عناصرو د حملې او د هغوی د وهلو ټكولو په غندلو سره د دا ډول اعمالو په وړاندې د حكومت د عملی قدم غوښتنه وكړه.
د فرانس د مسلمانانو د شورا مشر محمد موسوی د دې په بيانولو سره چې دغه دوه مسلمانان يوازې د نمانځۀ لپاره جومات ته د تلو په حال كښې وو څرګنده كړه: دغه دوه بوډاګان او بې دفاع مسلمانان جومات ته د نمانځۀ لپاره په لاره روان وو چې اسلام دښمنه كسانو ورباندې حمله وكړه او سخت یې ژوبل كړل چې يو كس په روغتون كښې په سخت حالت كښې دے. هغۀ وويل چې د اسلام دښمنه عناصرو دا اقدام د دا ډول اقداماتو د عاملانو د ذلالت او پستۍ د اوج ښودنه كوی.
1003719