د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد پرون د ايران په شمال ختیځ كښې په خراسان رضوی كښې دتربت حيدريه ښار دخلكو په پرتمينه ټول كښې ټينګار وكړ دايران ملت د اسلام له تعليماتو په ګټه پورته كولو سره په چټكۍ سره دپرمختګ په حال كښې دی او په دغه لاره كښې په اتحاد او يوزړه توب سره په ټولو مشكلاتو غلبه كوی .
دايران ولسمشر دايران داسلامی جمهوريت دپرمختګ او ابادونې په لاره كښې دمستبكرانو دخنډ جوړولو علت ځان بسنې او خوځنده او پرمختللی اقتصاد ته دايران دخلكو په رسيدا اندیښنه وبلله او ویې ويل دايران دښمانان په ښه ډول خبر دی چې دايران ملت به حتی په ترټولو سختو شرايطو كښې پرمختګ ته درسيدا لپاره خپلې فيصلې اجرا كړی .
دايران ولسمشر دايران دخلكو په وړاندې دځينو لويدیځو هيوادونو په دوه (۲)ګوڼه چلندونو نيوكې سره ټينګار وكړ دايران خلك دتاريخ په اوږدو كښې په خپل بډايه منطق او ځلانده كلتور سره دسلطه ګرانو په وړاندې دريدلی دی او نن سبا به هیڅ قدرت ونه توانیږی چې په زور وينې او دسيسې سره د ايران ملی شتمنۍ او سرچينې چورتالان كړی .
1005493