IQNA

امامی كاشانی د ميانمار د مسلمانانو د وژلې په مقابل كې د بشری حقوقو د مدعيانو چوپتيا وغندله

15:44 - July 27, 2012
د خبر لمبر: 2378363
سياسی او ټولنيزه ډله: نن د تهران د جمعې لمانځه خطيب د برما او د نړۍ د نورو سيمو د مسلمانانو د عام وژلې د غندلو تر څنګ ټينګار وكړ دا نسل وژنه د نړيوال استكبار له خوا له اسلام سره د دوښمنۍ لپاره پلان شوې ده.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله امامی كاشانی په سيمه په تيره بحرين او مصر كې د اسلامی ویښتيا څپې په وړاندې د دوښمنانو دسيسو ته په اشارې سره هيله مندی وښوده چې د سيمې په هيوادونو كې اسلامی انقلابونو برياليتوب ته ورسی او د دې ملتونو قربانۍ نتيجه وركړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سيمې حساس وضعيت او اسلامی ویښتيا څپې ته د ګزار وركولو په موخه د نړيوال استكبار دسيسو ته په پام سره د نړۍ له ټولو مسلمانانو د دې دسيسو د خنثی كولو لپاره د هڅو غوښتنه وكړه .
ښاغلی آيت الله امامی كاشانی همداراز د سورېې په چارو كې د پرديو د مداخلې د غندلو تر څنګ هيله مندی وښوده چې د سورېې ملت او دولت په درايت ، پوهې او هوښيارۍ د دوښمنانو د دسيسو د خنثی كولو تر څنګ اوسنۍ ستونځې په برياليتوب سره تر شا پریږدی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی كاشانی هم دا راز د اسلامی ايران ملت اونظام ته د ګزار وركولو لپاره د نړيوال استكبار هڅو ته په اشارې سره ټينګار وكړ چې د انقلاب د معظم لارښود لارښونو ته په پاملرنې ، د دوښمنانو د دسيسو شنډول اړين دی . آيت الله كاشانی د روژې د مباركې مياشتې ظاهری او باطنی آثارو ته په اشارې سره څرګنده كړه د روژې ظاهری آثار د سختيو ، پیښو ، او لوړو ژورو په وړاندې صبر او زغم دئ او د هغو ستونځو او مشكلاتو په وړاندې د دريدا لپاره تر ټولو ښه تمرين دئ چې د انسان په راتلونكی ژوند كې پیښیږی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز څرګنده كړه د روژې مباركه مياشت يو قرآنی حقيقت د ئ چې په الهی كتاب قرآنكريم كې ورته اشاره شوې چې له همدې امله بايد د مباركې روژې ټولې ښیګڼې او ښكلاوې بايد د انسان په زړه او روح تل پاتې اغيز وشيندی .
1063431

captcha