IQNA

ايت الله جنتی: د نړۍ خلكو په ځلونو د لويدیځو هيوادونو لخوا اسلام ته سپكاوی ليدلی دی

15:24 - September 14, 2012
د خبر لمبر: 2411064
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اسلامی سپیڅلتياو پرضد د امريكا لخوا د فيلم جوړيدل او نندارې ته وړاندې كيدل په سيمه كښې د اسلامی ویښتيا پرضد د نړيوال صهيونيزم او د لويدیځ د استعماری سياستونو په چوكاټ كښې وبلل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله احمد جنتی په ننيو خطبو كښې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله د سپكاوی په اړه د امريكې د فيلم جوړيدل او نندارې ته وړاندې كيدل د مسلمانانو ښكاره سپكاوی وباله او ویې ويل د اسلامی ویښتيا د پراخيدا او اسلام ته د لويدیځو هيوادونو د خلكو د ډيرې جذبيدا مخه نيول د امريكا له دغه سپكاوی د ډك فيلم تر ټولو مهم عامل دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی په دې خبرې سره چې د امريكا له سپكاوی ډك فيلم د اسلامی ملتونو د احساساتو د داغی كيدا او له امريكا او د هغوې له استعماری سياستونو د مسلمانانو د نفرت د زياتيدا سبب شوی دی وويل د دنيا خلكو په ځلونو اسلام دين ته د دا ډول سپكاوی ليدلی دی.
ښاغلی ايت الله احمد جنتی ټينګار وكړ د ملتونو په وړاندې د لويدیځ انسانی او اسلامی ضد كړچار او سپكاوی به په دنيا كښې د ظلم او استكبار پر ضد د اوسنيو بدلونونو او د لويدیځ د پانګوال نظام د له مينځه تلو خنډ نشی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی دغه راز په هيوادونو د پوځی حملې لپاره د امريكا د پلمې په توګه د۲۰۰۱ ميلادی كال د سپتمبر د يولسمې نیټې حملې ته په اشارې سره وويل د امريكا لخوا د عراق او افغانستان نيواك د دغو هيوادونو د زرګونو بې ګناه خلكو او دغه راز د امريكا د عسكرو له وژل كيدا او د امريكا په خلكو له ډيرو لګښتونو تپل كيدا پرته بله هیڅ نتيجه نه ده لرلی.
ايت الله جنتی دغه راز د نړيوال صهيونيزم له دباونو او ګواښونو سره سره په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو د شپاړسمې غونډې په بريالی ډول د ترسره كيدا په باره كښې وويل ښه مديريت، كامل امنيت او د دغه غونډې مناسب خبری پوښښ د ايران د څنګ ته كيدا په هكله د لويدیځ ټولې ادعاګانې باطلې ثابت كړې.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی دغه راز د لندن د روان ميلادی كال په پارا اولمپيك لوبو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د ورزشی كاروان د میډال ګټونكو قدرونه هم وكړه.
1097924

captcha